د مدني بنسټونو شبکه: د ۹۵ م کال بودیجه غير عادلانه او نامتوازنه ده

د افغانستان د مدني بنسټونو د شبکې مسوولان وايي، چې د راتلونکي ۱۳۹۵ م هجري شمسي کال بودیجه د اساسي قانون سره په بشپړه توګه په تضاد، غېر متوازن او غېر عادلانه طرحه شوې ده.

د دغې شبکې د مسوولانو په خبره د یاد کال د بوديجې طرحه د خلکو عاجلو او اصلي غوښتنو سره هيڅ راز تطابق نه لري.

د دوی په خبره؛ هر هغه څوک، چې د دغې بوديجې په طرحه کې ونډه لرله د افغاني ټولنې له وضعیته خبر نه دي او د هېواد له بنسټونو سره يې هيڅ راز مشورې هم نه دي کړي.

د دغې شبکې په اعلاميه کې راغلي، چې د افغانستان ۱۳۹۵ م هجري شمسي کال د بوديجې په طرحه کې د کاري اسانتياوو او پراختيايي چارو ته پوره توجه نه ده شوې.

د هغو په وينا، په ياده طرحه کې د ګردن دېوال او حلقوي سړک په باب څه نه دي ویل شوي.

د مدني بنسټونو د شبکې غړی هادي میران وايي، چې د ګردن دېوال سړک، د مېدان وردګو، بامیان، غور او هرات ولايتونو د اتصال پروژه ده، چې په فرهنګي توګه هم د دغو ولايتونو اوسېدونکي سره نښلوي.

د هغه پر وینا، که چېرې حکومت خلکو له پاره د کارموندنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي، نو د ناامنيو لمن به هم له هېواد څخه ټول شي.

همدارنګه د يادې شبکې مسوول سېد ناصر موسوي وايي، چې د راتلونکي کال د بوديجې د طرحې په اړه د ولايتونو له واليانو سره هم خبرې نه دي شوي.

په داسې حال کې، چې هرکال د ولايتونو بوديجه په نيمايي کې ختميږي، خو برعکس وزارتونه بیا د یو کال په دننه کې حتا خپل ۵۰ یا ۶۰ سلنه بوديجه هم نه شي مصرفولی.

ناصري وايي، ولسمشر غني ژمنه کړې وه، چې د کلنۍ بوديجې ۴۰ سلنه به د ولايتونو په واک کې ورکړي، خو په دغه طرحه کې له ۴۰ سلنو هيڅ راز یادونه نه ده شوې.

موسوي زیاتوي، چې حکومت باید کلنۍ بودیجه د اوسېدونکو د غوښتنو او ضرورتونو پر بنسټ مصرف کړي نه د ولايتونو اداري واحدنو پر اساس.

دا په داسې حال کې ده، چې د ماليې وزیر اکلیل حکيمي د ولسي جرګې غړو ته د دغې طرحې په اړه د وضاحت ورکولو پرورځ  وویل، چې د ۱۳۹۵ م هجري شمسي کال بودیجه د دولت د امکاناتو پر بنسټ برابره شوې نه د ښاريانو د غوښتنو پر بنسټ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام