درقد؛ د طالبانو د مافیا ښارګوټی

وسله والو طالبانو یوه نیمه میاشت وړاندې د تخار ولایت درقد ولسوالۍ په خپله ولکه کې کړه او هغه څوک، چې په دغه سیمه کې حاکمیت لري خپل ځان د اسلامي امارت پورې اړوند بولي او اعلام يې کړی، چې له دې وروسته به په دغه سیمه کې يوازې د خدای حکم چليږي.

د تخار امنيې قومندان جنرال نورمحمد حکيمي سلام وطندار سره د خبرو پر مهال وویل، چې په یاده سرحدي ولسوالۍ کې د انسانانو قاچاقچیان له کلونو راهیسې فعالیت کوي او د وسلو، مخدره توکو او نورو غیر قانوني کارونو له لارې پريمانه پېسې لاس ته راوړي.

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې افغان امنيتي ځواکونو په درقد ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات وکړل، چې له امله يې د دغې ولسوالۍ ځينې سيمې ونيولې، خو دغه پوځي عمليات بیا وروسته له څو ورځو بېرته بند شول.

د دوو کلونو راهیسې طالبان هڅه کوي، چې د تخار ولایت درقد ولسوالۍ په خپل تصرف کې کړي.

جنرال حکيمي وايي، چې وسله والو طالبانو د قاچاقچيانو په مرسته وکولی شول، چې دغه ولسوالي په خپل تصرف کې کړي.

اوسمهال درقد د طالبانو، منځني اسیا د ترهګرو او ځانمرګي بريدونو د واسکټونو جوړولو په امن ځای بدل شوی.

د تخار ولایت امنيې قومندان زیاته کړه، چې په درقد ولسوالۍ کې بې نظمي او غیر قانوني کړنې په یو فرهنګ بدل شوی او اوسمهال د دغې ولسوالۍ نيمايي اوسېدونکي له غېر قانوني لارو پيسې تر لاسه کوي او خپل ورځني ژوند پر مخ بیايي.

د انسانانو او مخدره توکو قاچاق، جنايي جرمونه ان د ځنګلونو وهل په دغه ولسوالۍ کې په معمولو کارونو بدل شوي.

وسله وال طالبان ویلي، په پام کې لري چې دغه ولسوالي په خپل مرکز بدل کړي.

داسې ښکاري، چې د طالبانو له پاره دغه ولسوالي لکه د ایټالیا "سیسیل" په جزیره بدله شوې.

په ۱۹۴۳ کال کې په دغه جزیره کې د نړۍ تر ټولو قوي مافیا او قاچاقچيان ژوند کاوه.

له څو کلونو وروسته دوی دومره قوي شول، چې د مرکزي دولت پر وړاندې پاڅېدل او د موسوليني پر ضد يې جګړه پېل کړه، چې تر اوسه هم دغه جزیره د رشوت، مافیا او په بنسټونو کې د کاغذ پرانې له وجې لکه د ایټالیا نورو ښارونو په شان حتا نسبي پرمختګ هم نه دی کړی.

وسله وال پلان لري، چې په درقد ولسوالۍ کې د ماین جوړونې کارخانې جوړې کړي او د منځني اسیا ناراضي او تښتېدلي کسانو ته دعوت ورکړي، ترڅو له دوی سره يوځای شي.

د تخار والي ډاکټر یاسین ضیا وايي، چې د کافي امکاناتو نه شتون او په دغه ولسوالۍ کې د وچې له لارې تګ هغه ستونزې دي، چې د افغان امنيتي ځواکونو له پاره د پوځي عملياتو ترسره کولو پرمخ پرتې دي.

وسله وال طالبان له بزګرانو د عشر او زکات تر عنوان لاندې پېسې ټولوي او په خپله خزانه کې اچوي.

سيمه ییز چارواکي وايي، طالبان په پام کې لري، چې پر دغو پېسو وسلې او نور نظامي تجهیزات واخلي.

د دغې سيمې اوسېدونکي هم د وسله والو طالبانو او هم له افغان حکومته شکایت کوي، چې پر دوی ظلم شوی او حقوق يې خوړل شوي دي.

درقد د تخار ولایت یو له لرې پرتو ولسوالیو بلل کيږي، چې شاوخوا ۵۰ زره تنه پکې اوسيږي.

دغه ولسوالي له وچې سره هيڅ لاره نه لري او له تاجکستان سره د اوږدې پولې په درلودلو سره زیاته برخه يې په ځنګلونو پوښل شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام