
د فوټبال نړیوالې شورا د رسمي وېبپاڼې د خبر له مخې د ۲۰۱۵ م کال غوره فوټبال لوبغاړي جایزې ته د ۲۳ کسیزه لېست څخه درې مشهور لوبغاړي اعلان شول.
د خبرپاڼې له مخې، پرتګالي کریسټیانو رونالډو، ارجنټاینې لیونیل میسي او برازیلی نیمار د روان کال غوره فوټبال لوبغاړي جایزې ته وروستي نوماند لوبغاړي دي.
دا سر په سر ۸ م کال دی، چې د ریال ماډریډ له پاره لوبه کوونکی کرېسټیانو رونالډو او ارجنټاینې لیونیل میسي دغې جایزې ته په وروستي درې کسیز لېست کې راځي.
درېواړه مشهور فوټبال لوبغاړي د ۲۰۷ فوټبال غړو هېوادونو د استازو، مخکښه فوټبال رسنیو، پخوانیو فوټبال لوبغاړو او روزونکو له خوا د کارول شویو رایو له مخې غوره شول، چی د فوټبال نړیوالې شورا او فرانسې فوټبال ادارې له خوا غوره شوي وو.
د یادونې وړ ده، چې درېواړه لوبغاړي اوسمهال د هسپانیې په مخکښه فوټبال لیګ (لالیګا) سیالیو کې د ریال ماډریډ او بارسلونا لوبډلو په ګټه لوبېږي.
د فوټبال غوره لوبغاړي کلنۍ جایزې د اتلولۍ جام اوسمهال د ریال ماډریډ له پاره لوبېدونکي پرتګالي کریسټیانو رونالډو سره دي، چې تېر کال یې دغه جایزه په سویتزرلینډ کې ګټلې وه.
د فوټبال نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، چې ټاکل شوې ده، د روان کال غوره فوټبال لوبغاړي جایزې ګټوونکي لوبغاړي به د راتلونکي ۲۰۱۶ م کال جنورۍ میاشتې په ۱۱ مه نېټه د سویتزرلینډ هېواد په زیوریخ ښار کې اعلان شي.
د یادونې ده، چې په دغه ښار د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) مرکزي دفتر هم موقیعت لري.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې؛ د فوټبال غوره لوبغاړي د جایزې تر څنګ به د فوټبال نړیوالې شورا له خوا بهترین روزونکي، بهترین ښځینې لوبغاړې، ځوان غوړېدونکي لوبغاړي، بهترین ګول وهونکي، بهترینې فوټبال لوبډلې او دغه راز د اخلاقو کپ جایزې هم ګټوونکي ته ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې د کال غوره فوټبال لوبغاړي جایزې د څوو کلونو راپه دې خوا بهترینو لوبغاړو ته ورکول کېږي، چې تر اوسه په کې ارجنټاینې لیونیل میسي ۴ ځلي او پرتګالي کریسټیانو رونالډو ۳ ځلې، دغه نړیوالې او کلنۍ جایزې ګټلي دي.





