
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، دوی چې کله د مایع ګازو له قرادادیانو سره د ګازو پر تړونونو بوخت شول؛ د نفتي موادو نرخونه پورته شول.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند د نفتي مواد د نرخونو د لوړېدلو یو علت د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ټېټېدل ګڼي.
له بلې خوا قوقندي ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې په راتلونکو لسو ورځو کې به د نفتي موادو نرخونه بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند په ټینګار سره وايي، چې دوی له بازاره د نرخونو د څار له پاره ځانګړې پروګرام لري او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې نفتي مواد په لوړ نرخ وپلوري.
په همدې مهال د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وايي، چې دغه وزارت له روسیې او ازاربایجان سره د دوو سوو او ۲۲ ټنو په اندازه د مایع ګازو دوه ستر قرادادونه لاسلیک کړي دي.
قوقندي همداراز وویل، چې د افغانستان او ازاربایجان تر منځ د لاسلیک شوي قرارداد له مخې ۱۵۰ ټنه مایع ګاز اخیستل شوي، چې یو اندازه افغانستان ته رالېږدول شوي هم دي.

د دغه وزارت د ویاند پر وینا، افغانستان له روسیې سره د ۷۲ زرو ټنو په د اندازه مایع ګازو د یو تړون د لاسلیکولو پر سر توافق ته رسېدلی دی.
د سوداګر او صنایعو وزارت ویاند زیاتوي، د هغو دوو تړونو له مخې چې افغانستان دغه ګاز اخلي، نسبت تېرو کلونو ته یې نرخ ټيټ دی او پر وینا، دا کار کولی شي، د افغانستان په ټولو ښارونو کې د ګازو د نرخ په راټیټولو کې مرسته وکړي.
هر کال د ژمي په راتګ سره د افغانستان په ډېرو ښارونو او سیمو کې د ګازو نرخونو لوړېږي، تېر کال په پلازمېنې کابل کې د یو کیلو ګاز نرخ ۱۰۰ افغانیو ته لوړ شوی و. وبه لیدل شي، چې له دې دوو قراردادونو سره په ښارونو کې د ګازو نرخ راټیټېږي، که نه؟





