افغان ۱۹کلنې کرکټ ملي لوبډلې خپله وروسته لوبه پر هند وبایلله

د افغانستان نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې ونه کړی شو، چې د هندوستان په درې اړخیز کرکټ سیریز کې کومه بریا ترلاسه کړي.

د روانو سیالیو په دوام افغانستان وروستۍ څلورمه لوبه د هندوستان له نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې سره وکړه، چې د ۱۰۴ منډو په ستر توپیر سره یې وبایلله.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، افغان نولس کلنه کرکټ ملي لوبډله په پرله پسې څلورو ماتو سره په روانو سیالیو کې له مخکې تګ څخه پاتې شوه.

په وروستۍ لوبه کې کوربه هندۍ نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې په لومړي وار کولو سره افغانستان ته ۲۶۷ منډې هدف ورکړ.

له دې وړاندې روان سفر افغان کرکټ ملي لوبډلې هغه وخت په خواشینوونکي توګه پیل کړ، چې لومړۍ لوبه کې یې د هندوستان پر خلاف د بریا ستر چانس له لاسه ورکړ.

د روان سفر لومړۍ لوبه افغانستان یواځې د ۳۳ منډو په توپیر پر هندوستان وبایلله او له هغې وروسته د بنګله دېش نولس کلنې لوبډلې خلاف له خرابو ماتو سره مخ شوه.

بنګله دېش په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې افغان نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې ته په ۴ او په دویمه لوبه کې په ۸ وېکټو ماتې ورکړه.

په دې سیالیو کې یواځې نوید عبید د افغانستان له پاره هغه لوبغاړی و، چې په وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه کې د هندوستان پر خلاف یې نیمه سلیزه جوړه کړه.

دغه راز په یوه لوبه کې د راشد ارمان ۴ وېکټې او ۴۲ منډې هم د ستایلو وې، خو افغان لوبډله یې د هندوستان پر خلاف لومړۍ لوبه کې هدف او بریا ته ونه شوه رسولې.

دا لومړې ځل وو چې د رییس احمدزي او دولت احمدزي په روزنه کې د افغانستان نولس کلنه کرکټ ملي لوبډله دبنګله دېش په کوربتوب د راتلونکې ۲۰۱۶ م کال نولس کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ښه تیاریو په موخه یو نړیوال درې اړخیز ټورنمېنټ لوبولو له پاره هندوستان ته ورغوښتل شوې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام