د افغانستان د امنیتي بنسټونو مسولینو د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر د تېرې ورځې څرګندونې چې په وینا یې، افغان حکومت او ملي امنیت شورا داعش ډلې ملاتړي دي غیرې مسولانه وبللې.
د کورنیو چارو وزارت وزیر انورالحق علومي وویل، د ظاهر قدیر خبرې د امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو په روحیه منفي اغیز شیندي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال تېره ورځ (دوشنبې) وویل، چې د ملي امنیت شورا او ټول امنیتي چارواکي د داعش وسله والې ډلې ملاتړي دي او د دې ډلې مهم مشران په پلازمېنه کابل کې استوګن او دولتي چارواکو سره لیدنې کوي.
د ده په خبره، نه یواځې حکومت د داعش ډلې سره جګړه نه کوي، بلکې هغه کسان چې غواړي داعش له منځه یوسي خڼدونه ورته پيدا کوي.
خو د کورنیو چارو وزیر وايي، چې امنیتي ځواکونه د جګړې په لومړۍ سپېڅلې کرښه کې داعش سره په نښته کې دي او تر اوسه یې شاوخوا ۴۸۰ تنه داعشیان وژلي دي.
علومي وویل، که قدیر د دغې تازه ادعا په اړه اسناد لري د څېړولو له پاره دې عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپاري.
ده، په غیر مستقیم ډول وویل، که دغه تورونه ثابت نه شي قانون په دې برخه کې جدي عمل کوي.
په ورته وخت کې د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل وایي، چې داعش ډلې په افغانستان کې د فعالیت له پیله تر اوسه پورې هیڅ داسې پرمختګ نه دی کړی.
دی وايي، چې امنیتي ځواکونه زیاتې انګېزې او ملاتړ ته اړتیا لري او بایده نه ده، چې د دغسې تورنو په لګولو سره د دوی مرال ضعیف کړو.
د ولسي جرګې لومړی ستیال وايي، چې له دوه میاشتو را په دې خوا په ننګرهار کې د داعش ډلې سره په مبارزه کې دی او له بل لوري د کورنیو چارو وزیر وايي، چې په هېواد کې د افغان امنیتي ځواکونو پرته بله هیڅ غیر مسوله وسله واله ډله د نظامي فعالیت اجازه نه لري.
علومي وايي، هر څوک چې غواړي د ترهګریزو ډلو سره مبارزه وکړي را دې شي او د امنیتي ځواکونو سره دې یو ځای شي.
له بل لوري ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبر پاڼه کې د ظاهر قدیر وینا ته په اشارې ویل شوي دي، چې حکومت تل د داعش سره د مبارزې په برخه کې هڅه کړې ده او په دې برخه کې بریالي عملیات هم کړي دي.
د ارګ په خبر پاڼه کې د ظاهر قدیر د نوم اخیستلو پرته لیکل شوي دي، چې حکومت په هېواد کې د ملېشو جوړولو مخه نیسي.