
ځاځي مېدان د خوست هغه ولسوالي ده، چې هيڅ وسله وال طالب نه لري، خو يوازې په تېرو ۱۴ کلونو کې يې ۱۶۰۰ ځوانان د ملي اردو په لیکو کې وژل شوي دي.
ځاځي ميدان د خوست له ښاره په سل کیلومترۍ کې پرته هغه ولسوالي ده، چې له قبایلي سیمې کرمې ایجنسۍ سره اوږده پوله لري.
د یاد ولایت ویاند محمد مبارز ځډران سلام وطندار ته وویل، چې د خوست ځاځي میدان د افغانستان په کچه د هغو سيمو د نومونو په سر کې ځای لري، چې په پوځي قطعو کې يې تر ټولو ډېر ځوانان، چې شمېر يې ۱۶ سوو ته رسېږي، د تېرې څوارلس کلنې جګړې قرباني شوي دي.

له بل لوري د خوست امنيه قومندان مل پاسوال فیض الله غېرت هم دا تايیدوي او وايي، له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې، چې کومې شمېرې له دوی سره ثبت شوي ښيي، چې شاوخوا یو زرو او ۶۰۰ ځوانان د ملي اردو په لیکو کې وژل شوي دي.
د سيمې د اوسېدونکو په وينا، د دې ولسوالۍ زياتره هغه مېرمنې، چې زوی، خاوند او يا يې ورور له لاسه ورکړی، له ډېرو سختو رواني ستونزو کړېږي او تراوسه يې کومه اغیزمنه درملنه نه ده شوې.
په یاد ولسوالۍ کې د يوې سرزباز مور وايي، چې د خپل زوی د وژل کېدو له امله په رواني او دماغي تکلیف اخته شوې.
دا په خوست کې د ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې نه غواړي، نوم يې خپور شي.
هغې څه موده مخکې خپل ۲۲ کلن زوی او يو لیور په امنيتي ځواکونو کې د دندو پرمهال په جګړو کې له لاسه ورکړي دي.

دغه بوره مور د لرې پرتې سیمې په یوه زړه کور کې له خاوند او څلورو ماشومانو، له کونډې يور او د هغې له بچيانو سره يوځای ژوند کوي.
هغه وايي، چې د زوی او ليوره تر مړينې وروسته يې ژوند تريخ شوی دی.
"له خدايه ج ډېر راضي يو، چې د خپل وطن خدمت کوو او دفاع ترې کوو. نور ځوانان به هم پرې ورکوو. خو له موږ سره هيڅ ډول مرسته نه ده شوې. همدغه مو د ګټې وټې سړي وو"
د هغې خاوند د نوم نه خپرېدو په شرط له سلام وطندار سره په خبرو کې د دا ډول مېرمنو روغتيايي حالت د ډېرې اندېښنې وړ وباله.
هغه په دې برخه کې له مرستندويه ادارو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

دغه راز يادې شوې بورې مور هم سلام وطندار ته وويل، چې په لومړيو کې د حکومت مرستو ته سترګې پر لاره وه ، خو زياتوي، چې اوس يې له خدای پرته له بل هر چا تمه پرې شوې ده.
هغه له خلکو غواړي ، چې د خپل هېواد د روښانه راتلونکي په خاطر له حکومته ملاتړ وکړي.
د هغې په نظر په افغانستان کې د اوسنيو ستونزو حل له حکومت څخه په ملاتړ کې نغښتی دی.
د ځاځي ميدان ولسي مشران وايي، چې د خپلمنځي تړون او قبيلوي جوړښت پراساس يې زياتره ځوانان په افغان حکومت کې دندې ترسره کوي.
شمیرې ښيي، چې اوسمهال د دې ولسوالۍ تر ۳ زره زيات ځوانان د افغانستان په مختلفو پوځي قطعو کې دندې لري.





