د کابل په پروني لاریون کې تر لسو زیات لاریون کوونکي زیانمن شوي

د عامې روغتیا وزارت مسولین وايي، چې د تیرې ورځې د لاریون پرمهال یوشمیر وګړي، تر پښولاندې یاهم د رواني اړخه ویرېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ کابل کې لسګونه زره لاریون کوونکو په زابل کې د ۷ برمته شویو مسافرو د سرپریکولو په اعتراض پراخ لاریون وکړ.

لاریو هغه مهال په تاوتریخوالي بدل شو، چې یوشمیر لاریون کوونکو هڅه کوله، چې جمهوري ریاست ته ننوځي، خو د ارګ امنیتي ساتونکو پرې هوايي ډزې وکړې او د دغو ډزو له امله یو شمېر ټپيان هم شول.

د عامې روغتیا وزارت د نشراتو رییس محمد اسماعیل کاوسي سلام وطندارته وویل، چې ۳ کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ټپيان، ۴ په ګډوډیو کې زیانمن او تر څلورو زیات يې بیا د رواني له پلوه اغیزمن شوي دي.

کاوسي زیاتوي، چې ټپيان د وزیر محمد اکبر خان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتیايي وضعیت یي ښه دی.

د وزیر محمد اکبر خان روغتون سرطبیب ډاکټر نجیب الله نثار وايي، چې کابل کې د تېرې ورځې د لاریون څخه ۵ ټپيان یي د درملنې په موخه دغه روغتون ته ور وړي.

ډاکټر نثار زیاته کړه، چې د ټپيانو روغتیايي حالت ښه دی، ځکه پرخبره یې پنځه واړه برسیرن په پښو ټپي شوي دي.

سرطبیب نثار وویل، چې دوې ښځې او دوه نارینه چې د لاریون پرمهال له رواني پلوه شوکېدلي و، په دغه روغتون کې له یو ساعته درملنې وروسته رخصت شول.

د وزیر محمد اکبرخان روغتون سرطبیب وايي، په ټپيانو کې درې تنه د پوهنتون د لیلیې هغه محصلین دي، چې په لاریون کې ټپي شوي، خو کورنۍ یې پرې خبر نه دي.

هڅه مو وکړه، چې په دغه روغتون کې له ټپي شویو لاریون کوونکو سره خبرې وکړو، خو د روغتون مسولینو له خوا اجازه را نه کړل شوه.

په همدې اړه د وزیر محمد اکبرخان په روغتون کې د حکمت الله په نوم د ټپي شويو لاریون کوونکو یو تن ملګری وايي، چې تېره ورځ د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د دوی پنځه ملګري ټپيان شول.

ده وویل هغه کسان، چې په ستوني کې لګېدلي د ایمر جنسي روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي او روغتیايي حالت یې هم د اندیښنې وړبلل شوی.

د ټپي شویو لاریون کوونکو د کورنۍ غړي نیوکه کوي، چې تېره ورځ د وزیر محمد اکبر خان روغتون ډاکټرانو د ټپيانو درملنه له څلور ساعته وروسته پيل کړه.

اعتراض کوونکو ادعا وکړه، چې په دغه روغتون کې درملنه په سمه توګه نه کیږي او یوشمیر نور زیانمن شوي ملګري یې خصوصي روغتونو ته د درملنې په موخه وړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام