ولسي جرګه: اشرف غني او عبدالله دې د مجلسينو غونډې ته وغوښتل شي

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د زابل ولایت وروستۍ پېښې په اړه او د ننګرهار، هلمند، بدخشان او نورو ولايتونو د امنيتي وضعیت د خرابېدو په باب وکيلانو خپلې اندېښنې په ډاګه کړې.

په دغه غونډه کې د یو شمېر وکيلانو له لوري وړاندیز وشو، چې باید د ولسي جرګې د دواړو خونو له لوري يوه ګډه غونده جوړه شي او ولسمشر محمد اشرف غني  او اجرايوي رییس عبدالله عبدالله دې د وکيلانو پوښتنو ته ځواب ووايي.

د يادې جرګې غړي داود کلکاني وویل، دی په دې اړه د وکيلانو څو لاسلیکونه راټول کړي او هڅه کوي، چې په دې اړه د مشرانو جرګې د غړو لاسلیکونه هم واخلي.

همدارنګه د ولسي جرګې د غړو له خوا په زابل ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۷ کسانو وژل کېدل هم په کلکو ټکو وغندل شول.

ولسي جرګې په دې اړه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وویل،، چې د دغو هېوادوالو د سر غوڅولو یواځنی هدف په افغانستان کې د قومونو ترمنځ د تفرقې اچول وو، چې د افغانانو له لوري د دوی دغه توطیه هم ناکامه شوه.

په دې اړه نن په کابل ښار کې زرګونو کسانو هم لاریون وکړ، چې په وروستي وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتونکو له لوري د هوايي ډزو له امله لاریون کوونکي تيت او پرک شول.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وویل، چې د زابل د تېرې ورځې پېښې او د نن ورځې لاریون وښوده، چې افغانان سره يو دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام