د هرات ښاریان: زندانیان له پلازمينې څخه هرات ته و ليږدوئ

په کابل کې د هراتي زندانیانو کورنیو د يو اعتراض په ډول د افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د بګرام او څرخي پله په زندانونو کې هراتي بنديان هرات ولایت ته ولېږدوي.

د دغو کورنيو شمېر، چې شاوخوا ۲۰۰ تنو ته رسېده د " موږ د خپلو زندانیانو د تبدیلي غوښتونکي یو." شعار يې ورکاوه او د هرات ولایت مقام مخې ته د اعتراض په ډول سره را ټول شوي وو.

د زندانیانو کورنۍ وايي، کلونه کيږي، چې د اقتصادي ستونزو له وجې د خپلو بنديانو پوښتنې نه شي کولی.

د دغو زندانیانو له ډلې ځينو کورنيو سلام وطندار ته وویل، داسې زندانیان هم شته، چې په هرات کې يواځې د غلا په تور څرخي پله زندان ته لېږدول شوي او د څلورو کلونو په تېرېدو سره اوس هم په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي.

۵۲ کلنه پري ګل د کابل په څرخي پله زندان کې د یو تن زنداني مور وايي، چې زوی يې څلور کاله وړاندې د پسه د غلا په تور نیول شوی او تر اوسه په زندان کې پروت دی.

نوموړې زیاته کړه، چې د همغه وخت وروسته د کور ټول اقتصادي بار د هغې پر غاړه ده او نور نه شي کولی، چې د دغه بوج له مسووليته ووځي.

اعتراض کوونکي پر حکومت تور لګوي، چې د هراتي زندانيانو حقوق ته سمه رسېدنه نه کوي.

له بل لوري د هرات د والي ویاند احسان الله حیات وايي، چې د هرات د زندانیانو د کورنۍ غوښتنې د هرات سیمه ییزې ادارې پورې هيڅ تړاو نه لري.

حیات وايي، چې د زندانیانو د لېږد په اړه باید په پلازمېنه کې تصميم ونيول شي.

همدارنګه د هرات د مرکزي زندان مدير عبدالله عزیزي سلام وطندار ته وویل، هغه زندانیان چې په لویو او سنګينو جرایمو لاس پورې کړي باید د قانون پر بنسټ داسې زندانونو ته واستول شي، چې د هر ډول امنیت څخه برخمن وي.

د نوموړي خبره د هرات له زندان څخه د زندانیانو لېږدل د ولسمشر د فرمان او امنیت شورا پر بنسټ شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د هرات په زندانونو، عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد شتون له امله د زندانیانو کورنيو هم د اعتراض په ډول سرکونو ته راوتي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام