ولسمشر: د رخشانې د سنګسار عاملان دې د خپل عمل سزا ته ورسول شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غور ولایت کې د رخشانې سنګسار کول يو غېر قانوني او غېر انساني عمل و باله.

نوموړي له ټولو مسوولو نهادونو غوښتنه کړې، چې دغه قضیه باید په جدي ډول وڅيړي.

تېره اونۍ د غور په ولایت کې د رخشانې په نوم يوه ۱۹ کلنه نجلۍ له کوره د تښتېدو په تور په يوه صحرايي محکمه کې سنګسار شو.

د نوموړې د سنګسار ويډيو هم خپره شوه.

داسې ویل کېده، چې رخشانه د هغه هلک سره له خپله کوره تښتېدلې، چې مينه يې ورسره لرله.

په دغې ۳۰ ثانيې ویډيو کې رخشانه په داسې مهال ليدل کيږي، چې تر غاړې پورې په ځمکه کې غرقه ده او د خلکو له خوا په غټو تيږو ویشتل کيږي.

له بل لوري د حکومت اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د دغې قضيې د جدي پلټنو غوښتونکی شوی.

نوموړي د مدني ټولنو په غونډه کې وویل، چې په دې اړه به د وزیرانو شورا په ناسته کې هم خبرې وشي.

حکومتي چارواکي وايي، چې په غور ولایت کې رخشانه د طالبانو له لوري سنګسار شوې، خو تر اوسه د طالبانو له خوا په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

اخوا د ښځو چارو وزیره دلبر نظري هم د دغو اشخاصو د محاکمې غوښتونکې شوې.

همدارنګه په ولسي جرګه کې ځينې ښځينه استازي بیا وايي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون نه تصویبول د دغو زورزیاتيو یو عمده لامل دی.

په ولسي جرګه کې د ښځو د کمېسيون رییسه فوزیه کوفي وايي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون له تصویبولو سره همدغو وکیلانو مخالفت وکړ.

یواځې رخشانه نه ده، چې د تاوتریخوالو قرباني کيږي، بلکې په ۲۰۱۴ ز کال د مارچ په ۱۹ مه نېټه د فرخندې په نوم يوه بله نجلۍ هم د کابل ښار په زړه کې د قرانکریم د سوځولو په تور د خلکو له لوري و وژل شوه او قهرېدلو وګړیو يې له وژل کېدو وروسته جسد هم و سوځوه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام