د هلمند ولایت د باباجي لسګونه اوسېدونکي وايي، چې د جګړې پر مهال د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو له خوا دوی ته جدي پام نه کيږي او له دواړو خواوو د دوی کورونه په نښه کيږي.
دوی هلته له ژوند کولو په تنګ شوي او د یاد ولایت لښګرګاه ښار کې يې د مدني ټولنو دفترونه او دروازې ټکولي دي.
د هلمند ولایت د باباجي سيمې اوسېدونکي وايي، چې د دوی کورونه تر ډېره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي او د دواړو خواوو له لوري د دوی فصلونو او کورونو ته سخت زیانونه رسېدلي دي.
د هلمند د مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، چې لښکرګاه ته څېرمه باباجي سيمه کې د روانو ناامنيو او جګړو له امله ځايي اوسېدونکي سخت زیانمن شوي دي.
د هغه په خبره تر ډېره بریده خلک کډه شوي او د سرپناه تر څنګ د ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ شوي دي.
باباجي، چې د لښکرګاه څنډې ته پرته سيمه ده له تېرو ۱۶ ورځو راهیسې په کې جګړه روانه ده.
که څه هم امنيتي چارواکي وايي، چې وسله وال يې له دغې سيمې په شا کړي، خو ولسي وګړي بیا د دوی څرګندونې په کلکه ردوي.
اخوا د یو بل راپور له مخې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې هم د وسله والو طالبانو برید په شا تمبول شوي.
د یاد ولایت د امنيې قومندانۍ ویاند محمود اشنا سلام وطندار ته وویل، چې تېره شپه لسګونو وسله والو طالبانو د مارجې ولسوالۍ پر یو شمېر امنيتي پوستو بريدونه پېل کړل.
د هغه په خبره د برید له امله دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.
د دغه برید له امله ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
همدارنګه د وسله والو طالبان ویاند قاري یوسف احمدي بیا وايي، چې د برید له امله يې ۱۷ پولیس وژلي او ۳ امنيتي پوستې یې هم نيولي دي.





