دوه ورځې مخکې د تخار ولایت په چشمه شېر سیمه کې د نجونو یو ښوونځی وسوزول شو.
د دغه ولایت د پوهنې مرستیال سید حسام الدین نظري سلام وطندار ته په مرکه کې وویل، چې دغه ښوونځی وسله والو طالبانو سوځولی دی.
په چشمه شېر سیمه کې د نجونو سوزول شوی ښوونځی د تالقانو ښار په ۳ کیلو متره واټن کې موقیعت لري.
د ښوونځي ددغه ودانۍ په دوه برخو کې هلکانو او نجونو له پاره جوړه شوې وه.
نظري وايي، چې د ښوونځي ودانۍ هغه برخه، چې نجونو ته په کې درس ویل کېده په پوره ډول سره سوزول شوې ده او د هلکانو لوري ته یې زیان نه دی رسېدلی.
د دغه ولایت د پوهنې مرستیال وايي، چې وسله والو طالبانو شپې پاڼې خپرې کړي دي او ګواښ یې کړی، چې د نجونو ټول ښوونځي به وسوزوي.
ده د ښوونځي د شپني پیره دار په نقل قول وویل، چې د ماښام لمانځه د اداکولو پر وخت ښوونځی سوزول شوی دی.
د دغه ښوونځي مدیر سید طاهر هم وايي، چې دغه کار وسله والو طالبانو کړی دی.
طاهر زیاته کړه، چې د ښوونځي په سوزولو سره طالبان فکر کوي، چې د نجونو د زده کړې مخنیوی به وکړي، خو د زده کړ ییزو بنسټونو په سوزولو سره دوی نه شي کولای د ښوونې او روزنې مخنیوی وکړي.
د تخار ولایت مرکز د تالقانو ښار د سرچشمې سیمې زده کوونکي وايي، چې دوی چمتو دي، چې په خلاصه فضا کې درس ووايي.
د دې ښوونځي یوې زده کونکې جمیلې سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د ښوونځي سوزولو یې په درسي خوا تاثیر نه دی کړی او په خلاصه فضا کې به خپلو درسونو ویلو ته ادامه ورکوي.
ورته وخت کې د تخار ولایت د پولیسو ویاند خلی اسیر سلام طندار سره په مرکه کې وویل، چې ښوونځی د ناپېژاندو کسانو له لوري سوزول شوی دی او په دې اړه تر اوسه پورې څوک نه دي نیول شوي.
دی وايي، چې پولیس د وسله والو طالبانو د شپې پاڼو له خپرولو څخه خبر نه دي او زیاتوي ، چې د ښوونځي سوزولو په اړه یې څېړنې روانې دي.
په ۱۳۹۱ کال کې هم وسله والو طالبانو په تخار ولایت کې په ښوونځیو کې نجونې مسمومې کړې وې.





