نن له غرمې وروسته د ننګرهار په ګډون د افغانستان ګڼ ولايتونه یوې شدیدې زلزلې ولړزولو، زلزله دومره شدیده وه چې ان د پخو خښتو جوړ دېوالونه يې هم وران کړي دي.
د ننګرهار عامې روغتیا روغتون ته تر دامهاله پنځه تنه مړي راوړل شوي دي او کابو ۶۰ تنه ټپیان هم راړول شوي دي.
د روغتیا مسولین وايي یاد کسان ټول د جلال اباد ښار د نږدې سمیو اوسیدونکي دي.
راپورونه وايي، چې د ننګرهار په یو ځينو لرو پرتو ولسوالیو کې هم زلزلې ځاني او مالي تلفات اړولي دي خو تراوسه يې دقیقه شمېره نه ده معلومه.
داسې اندېښنه ده چې د مړو او ټپیان شمېر ممکن تر دې هم لوړ شي.
د افغانستان او دسېمې د هېوادونو ځېنو برخو ته یوې شدید زلزلې سخت ټکان ورکړل.
د دغې زلزلې د شدت کچه ۷.۷ اټکل شوې ده.
ددې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالۍ په ګوته شوي چې په ډېرو ولایتونو کې یې ټکان محسوس شوي دي.
د هېواد د ځېنو ولایتونو او کابل اوسېدونکي وايي، چې د زلزلې ټکان بې مخینه و او دومره په شدت زلزله یې تر اوسه نه وه کتلې.
ویل کيږي، چې د ځمکې لړزې له امله د هېواد په شمالي او ځېنو نورو ولایتونو کې مالي او ځاني تفلات هم رامنځته شوي دي.
دې زلزلې د تخار په مرکز تالقان کې د بې بې هاجرې په نوم د نجونو د ښوونځي ۱۰ زده کوونکې وژلي دي چې مړي یې اوس د تالقانو د مرکزي روغتون یخې خونې ته وړل شوي دي.
همدا ډول په غزني کې دځمکې ددې ټکانو له امله هغه دروازه هم نړېدلې چې په ۲۰۱۳ کال کې تازه جوړه شوې وه.
راپورونه وايي، چې د زلزلې ټکان دومره شدید وو، چې د کابل په باګرامي ولسوالۍ کې یې د استوګنې ۱۸ کورنه ویجاړ کړي دي.
بل لورې داسې راپورنه هم خپاره شوي، چې ددې زلزلې تکان په پاکستان او هند کې هم خلکو محسوس کړي.
پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د زلزلې ټکانو له امله ۵ کسه وژل شوی دي.
نړیوالې رسنۍ راپور ورکوي، چې په توله اسیا کې ددې ټکان له امله تر اوسه لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي او له ۱۴۰ زیات ټپیان دي.
اخوا د حکومت اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د زلزلې په اړه بېړنی فوق العاده ناسته کې وویل، چې افغان حکومت به ډېر ژر زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.