ولسي جرګې د ګمرکونو په قانون کې د تعدیلونو، پر عوایدو د مالیې په قانون کې د تعدیلونو او د حق العبور په قانون کې د تعدیلونو په اړه د ولسمشر درېیواړه تقنیني فرمانونه د رایو پر غوڅ اکثریت رد کړل.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه درېیواړه فرمانونه د ملي شورا د رخصتیو پر مهال صادر کړي وو.
د ولسمشر دغه فرمانونه په داسې حال کې رد شول، چې د اساسي قانونو د ۷۹مې مادې پر بنسټ ولسمشر حق نه لري، چې د ملي شورا د رخصتیو پر مهال په مالي چارو کې تقنیني فرمان صادر کړي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون مرستیال عظیم محسني غونډې ته وویل، چې د ولسمشر دغه تقنیني فرمانونه د اساسي قانون ۷۹مې مادې پر خلاف دي او پر دغو فرمانونو دې په عمومي غونډه کې تصمیم ونیول شي.
له بل لوري د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړي صادقي زاده نیلي د دغه کمېسیون د نظر په استازیتوب د دغو فرمانونو د رد غوښتنه وکړه.
د ولسمشر دغه فرمانونه په داسې حال کې د ولسي جرګې له لوري ردېږي، چې تېره اونۍ دې جرګې د مبایل له کرېډټ کارتونو څخه د لس سلنه مالیې د اخیستلو په اړه د ولسمشر فرمان رد کړی و.
خو لا هم مخابراتي شرکتونه د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د مبایل کرېډټ کاروتونو څخه ۱۰ سلنه مالیه اخلي.





