سلیم کندوزی: په ننګرهار کې د ملېشو جوړول، منفي تبليغات دي

د ننګرهار والي هغه راپورونه رد کړل، چې ګواګې په دې ولايت کې يو شمېر کسان غواړي ملېشې جوړې کړي.

د ننګرهار والي سلیم کندوزي وویل، دوی کله هم نه غواړي، چې د جګړې له پاره ولس مخکې کړي او د امنیت ساتنه او د ترهګرو د ځپل، د امنیتي ځواکونو دنده ده.

 ده وویل: "د امینیت ساتنه د امنیتي ځواکونو دنده ده او خپله دنده به مخکې وړي."

د والي پر خبره، د ولسي ملاتړ به د قانون په چوکاټ وي، دوی به سیمې له وسلوالو پاکوي او په بېرته ساتلو کې به يې ورسره ولس مرسته کوي، چې تر ډېره به دا کار هم د محلي پولیسو په چوکاټ وي.

د ننګرهار والي دا خبره هم وکړه، چې وسلوالو تبلیعاتو ته زور ورکړی دی، چې موخه یې  په خلکو کې وېره خپرول دي.

د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد د امنیتي ځواکونو د لوړ مرال او د هغوی د قوت پر مخالفینو باندې  برلاسی وګڼلو.

هغه زیاته کړه، په تېرو څو اونیو کې د وسلوالو تر ۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

قومندان همداراز وویل، چې تېره ورځ يې په مومندرې ولسوالۍ کې یو پاکستانی وسله وال د یو اندازه وسلو سره نیولی دی او همدارنګه يې د غني خېلو په ولسوالۍ کې ۶ تنه وسله وال هم د وسلو او مهماتو سره نیولي دي.

دغو چارواکو وویل، چې د  شینوارو په یو شمېر نورو ولسوالیو کې به هم پوځي عملیات ډېر ژر پیل کړي.

هغه مهال چې د ننګرهار د شینوارو په ځېنو ولسوالیو کې د دولت د دوو وسله والو ډلو ترمنځ خپل منځي نښتې پيل شوې؛ له همدې سیمو په زرګونو زده کوونکي او ښوونکي له خپلو کورنیو سره نورو سیمو ته کډه شول او د ځېنو ښوونځيو دروازې بندې شوې.

خو ویل کېږي، چې د شينوارو په يو شمېر ولسوالیو کې د داعش وسله والې ډلې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته ګواښونه کړي او له همدې امله د نورو ښوونځيو دروازې هم تړل شوي.

د دې ترڅنګ د اسلامي دولت غړو د ننګرهار په شینوارو کې د طالب او له طالبانو سره د اړیکو د ساتلو پر تور د دې ولسوالۍ زیات شمېر اوسېدونکي وژلي دي.

د راپورونو پر اساس د ننګرهار والي سلیم کندوزي د داعش ډلې دغه ډول وژنې د طالبانو او د اسلامي دولت تر منځ خپل منځني نښتو په نامه یادې کړې، خو د شینوارو اوسېدونکو د والي دغه ادعا بې بنسټه بللې وه.دغو چارواکو وویل، چې د شینوارو په یو شمېر نورو ولسوالیو کې به هم پوځي عملیات ډېر ژر پیل کړي.

هغه مهال چې د ننګرهار د شینوارو په ځېنو ولسوالیو کې د دولت د دوو وسله والو ډلو ترمنځ خپل منځي نښتې پيل شوې؛ له همدې سیمو په زرګونو زده کوونکي او ښوونکي له خپلو کورنیو سره نورو سیمو ته کډه شول او د ځېنو ښوونځيو دروازې بندې شوې.

خو ویل کېږي، چې د شينوارو په يو شمېر ولسوالیو کې د داعش وسله والې ډلې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته ګواښونه کړي او له همدې امله د نورو ښوونځيو دروازې هم تړل شوي.

د دې ترڅنګ د اسلامي دولت غړو د ننګرهار په شینوارو کې د طالب او له طالبانو سره د اړیکو د ساتلو پر تور د دې ولسوالۍ زیات شمېر اوسېدونکي وژلي دي.

د راپورونو پر اساس د ننګرهار والي سلیم کندوزي د داعش ډلې دغه ډول وژنې د طالبانو او د اسلامي دولت تر منځ خپل منځني نښتو په نامه یادې کړې، خو د شینوارو اوسېدونکو د والي دغه ادعا بې بنسټه بللې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام