نن سهار ۹ بجې د کابل په اسمايي واټ کې یو ځانمرګی برید شوی دی. د دغه برید هدف د نړیوالو نظامي ځواکونو کاروان ګڼل شوی دی.
د سلام وطندار خبریال د پېښې له ځایه وايي، چې په دغه برید کې د بهرنیو ځواکونو دوه ټانګونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي په سیمه کې رسنیو ته وویل، چې ځانمرګي بریدګر په یوه کرولا ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او د بهرنیو ځواکونو د موټرو له کاروان سره نېږدې یې ځانته چاودنه ورکړه.
د امنیه قومندان پر خبره، په دغه چاودنه کې ۳ ملکی وګړي ټپيان شوي او د بهرنیو ځواکونو ۲ موټرې له منځه تللي دي.
د رحیمي پر وینا، په دغه چاودنه کې بهرنیو ځواکونو ته ځاني زیان نه دی اوښتی. خو په سیمه کې عیني شاهدانو سلام وطندار ته وویل، چې په دغه پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.