د هلمند د عامې روغتيا د ریاست چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د (ACTD) په نوم يوې بهرنۍ موسسې له خوا له تېرو ۲ کلونو راهیسې ۷۲ روغتيايي کلينيکونو ته غېر معياري درمل ورکړل شوي دي.
په یاد ولایت کې د عامې روغتيا ریاست د درمل څارنې امر ډاکټر محمد طاوس اشرف نادري سلام وطندار ته وویل، چې دوی د دغې موضوع له پاره د تېرو څو ورځو راهیسې په لټه کې دي.
هغه زیاته کړه، چې دغې موسسې د عامې روغتیا له وزارت سره د هلمند له پاره د (بي پي ایچ ایس) یا ولسواليو او مرکز روغتيايي مرکزونو ته د درمل رسولو تړون لاسلیک کړی وو، خو له تېرو ۲ کلونو راهیسې يې کلينیکونه ته غېر معياري او بې کېفيته درمل ورکړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دې موسسې د درملو داسې جعلي اسناد وړاندې کړي، چې د درملو له نومونو او کمپنيو سره هيڅ سر نه خوري.
خو په دې ولایت کې ( ACTD) موسسې یا د افغانستان د روزنيز او پراختيايي مرکز ځايي مسول ډاکټر شهزاد حلیم دا مني، چې ښايي په دې درملو کې به د ټيټ کيفيت درمل وي خو زياتوي، چې دوی له هغو شرکتونو درمل پېرلي دي، چې د عامې روغتيا وزارت له خوا يې جواز اخیستي.
اخوا د دې ولایت ځينې اوسېدونکي تل د غېر معياري درملو څخه سر ټکوي او وايي، چې د ګټې پر ځای يې زيان ورته اړولي دي.
محمدنبی هغه کس دي چی خپل ناروغه میرمن یې یو کال د لښکرګاه پرډاکټرانو د تداوي له پاره ګرځولی، خو ګټه یی ورته نه ده کړې.
هغه وایی ګاونډ پاکستان کې یې یوځل همدا دوا ورته ورکړه ناروغ یی جوړ شو .
د دې موضوع په اړه د عامی روغتیا وزارت ویاند ډاکټراسماعیل کاوثي وایي، که چیرې یادې موسسې غیر معیاري درمل کلینیکونوته ورکړي وي، نو د قانون سره سم به دغه موسسه په تورلیست کې شامله کړي او مسولینو ته به یې دقانون له مخي سمه سزا ورکړي.