د غور لسګونو اوسېدونکو د دغه ولایت والۍ د ګوښه کولو په پار لاریون وکړ.
د لاریون کوونکو شمېر چې شاوخوا ۸۰۰ تنو ته رسېدلو، ویل يې، چې سیما جوینده د دې وړتیا نه لري، چې د یاد ولایت امنیت ټینګ ګړي.
یادو کسانو له حکومت څخه د دې غوښتنه کوله، چې د نوموړې پر ځای دې داسې یو کس رالېږل شي، چې په دې ولایت کې د طالبانو او ناامنیو مخه ونیسي.
د غور ولایتي شورا رییس فضل الحق احسان د دغه لاریون مسولیت په غاړه درلود. نوموړي سلام وطندار ته وویل، سیما جوینده د ولایت د ادارې توان نه لري.
د احسان پر وینا، جوینده له والۍ کېدلو وروسته په دې ولایت کې ناامني او وزګاري زیاته شوې ده.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې حکومت په تېرو ۱۳ کلونو کې دغه ولایت کې لږه پاملرنه کړې ده.
د غور ولایت د علمانو شورا پخواني رییس عصمت الله ندیم وايي، چې د سیما جوینده له والۍ کېدلو وروسته قومي تعصبونه او اداري فساد زیات شوی دی.
لاریون کوونکي والۍ پر ضعیف مدیریت لرلو تورنوي او وايي، چې دغه چاره د وسله والو طالبانو او نامسولو وسله والو ډلو د زیاتوالي لامل کېږي.
دوی له حکومت څخه د یو قوي مدیر غوښتنه کوله، چې په دې ولایت کې د نامسولو وسله والو ډلو او اداري فساد مخه ونیسي.
لاریون کوونکي وايي، که حکومت یې غوښتنو ته ځواب ونه وايي، په پراخ لاریون به وکړي.
په ورته وخت کې د غور والۍ ویاند عبدالحی خطیبي سلام وطندار سره په تیلیفوني اړیکه کې په اړه له خبرو اترو څخه ډډه وکړه.
له دې وړاندې هم په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازې پخوانۍ سیما جوینده د غور د والۍ په توګه د ټاکل کېدلو پر وخت خلکو له او علماو شورا له مخالفتونو سره مخ شوې وه.
دغې شورا سیما جوینده ته په یو لیک کې ویلي وو، چې د شرعیت له او امنیتي حالت له مخې د والۍ په توګه د یوې ښځې ټاکل مناسب نه دي.
علماو شورا په دغه پرېکړه لیک کې د والۍ په ډول د یوې ښځې ټاکل «د دود او د خلکو د مذهبي احساساتو مخالفه» وګڼله او ټینګار یې وکړ، چې که یې غوښتنو ته ځواب ونه ویل شي؛ په راتلونکې دې ترې د اطاعت تمه نه کېږي.
په دغه لاریون کې د ولایتي شورا غړي، د علماو شورا، د ښاریانو شورا، یو شمېر مدني فعالانو او د دې ولایت اوسېدونکو ګډون کړی و.