سخت دریځې ډلې په ښوونځیو کې د ځوانانو د ذهنونو پر مینځلو لګیا دي

د افغانستان ارزونې او څېړنې ادارې (AREU) نوې څېړنه ښيي، چې اسلامي تندلارو ګونډونو او ډلو د ښوونځیو زده کوونکو په منځ کې فعالیتونه زیات کړي دي.

دغه اداره وايي، چې د دغو ډلو فعالیتونه روان دي او په ښونځیو کې د سرتېرو جلب او جذب کوي.

دغه څېړنه د نظر پوښتنې پر بنسټ د ۱۸ ولایتونو په ۱۳۶ ښوونځیو کې شوي ده.

د دوو څېړونکو انتونیو ګیوسټوزي او علي احمد علي له خوا شوي ده، چې د څېړنې په ترڅ کې یې له ۲۸ ښوونکو او ۴۰۳ زده کوونکو سره خبرې کړي دي او په ښوونځیو کې يې د سیاسي ګوندونو او تندلارو مذهبي ډلو له فعالیتونو ترې پوښتلي دي.

ګیوسټوزي د خبرو په یوې برخې کې وویل، چې د "جمعیت اصلاح او حزب التحریر" ګوندونو په ښوونځیو کې خپل فعالیتونه په دوام دار ډول زیات کړي دي.

نوموړي وايي، دغو ګوندونو په ښوونځیو کې له بېلابېلو لارو څخه په ګټنې سره سخت دریځي او مخرب اندونه ترویج او تبلیغوي.

ګیوسټوزي وايي، چې د افغانستان جمعیت اصلاح ګوند سټراټيژي په لومړي سر کې د زیاتو ښوونکو د پام وړ ګرځېدلې ده، دوی زیاتوي، چې د ښوونځیو زده کوونکو ته د زده کړو له لارې په اسانۍ سره د دوی ذهنونه وبدلوي.

د دغې څېړنې بل څېړونکی علي احمد علي وايي، چې سخت دریځي اسلامي ګوندونه د هېواد په ټولو لېسو کې په پراخ ډول حضور لري.

دی وايي، چې په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو اسلامي سخت دریځو ډلو له لوري د بېلګې په توګه فرانسې، بلژیک او انګستان کې د مېشتو سخت دریځو اسلامي ډلو له لوري تمویلیږي.

د علي پر خبره د کندوز ولایت نښتې دا ثابته کړه، چې دغه ډلې له هیڅ ډول ځانکړي قوم سره همکار نه دي او د ځوانانو ذهنونه مینځي.

نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې د هېواد په ۶۰مه او ۷۰مه لېږدیز لسیزې کې د ښوونځیو له  سیاسي کېدلو څخه دولت ترخې خاطرې لري او دغه خاطرې لامل شوې، چې حکومت په دغې لسیزې کې په ښوونځیو کې سیاسي فعالیتونه منع کړي.

دی وايي، د څېړنو پایله ښيي، که په ښونځیو کې سیاسي فعالیتونه ازاد شي نو اصلاح غوښتونکي او منځ لاري ګونډونه به ځوانان د تندلارو، د ښي او چپ ډلو له منګولو څخه وژغوري.

د دغو څېړونکو پر خبره، په ښوونځیو کې سخت دریځي او سیاست ځپلي د ۶۰مه او ۷۰مه لسیزې په پرتله ډېر زیات او خورا ګواښونکي دي.

دوی وايي، که امنیتي بنسټونه په ځانګړې توګه ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې کار ونه کړي؛ تر راتلونکو ۵ کلونو پورې به هېواد د ځوانانو له لوی لښکر سره مخ شي، چې د افراطیت د پلي کولو له پاره به ځان څخه تېرېدنې ته چمتو وي.

د افغانستان ارزونې او څېړنې ادارې (AREU) دغه څېړنه په زابل، کندهار، هلمند، غزنی، پکتیا، لوگر، وردک، کابل، کاپیسا، پروان، تخار، کندز، بغلان، بدخشان، بلخ، هرات، کنر، لغمان او ننګرهار په ولایتونو کې کړې ده.

په دغه ډله کې د تخار او کندوز ولایتونو زیات شمېر تندلاري زده کوونکي او زده کړیالان روزل شوي دي.

په کندوز او تخار ولایتونو کې د پام وړ ټکی دادی، چې سخت دریځۍ ته د انجونو زده کوونکو جلب تر نورو ولایتونو زیات دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام