د کندوز په خان اباد بندر کې طالبان انساني قتل ګاه لري

په کندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو له منګولو خلاص شوی زده کړیال وايي، چې وسله والو طالبان د دغه ولایت په خان اباد بندر کې انساني قتل ګاه لري او وايي، چې طالبان په دغه ځای کې خلک د ژبني پېژندنې او له حکومت سره د مرستې په تور ترې سرونه غوڅوي.

د شرعیاتو پوهنځي زده کړیال عبدالقدوس تېره ورځ ناوخته د (اکټوبر په ۴مه) له پلازمېنې کابل نه تخار ولایت ته په لاره و، چې د وسله والو طالبانو له خوا نیول کیږي او له وهلو ډبولو وروسته یې د خان اباد بندر انساني قتل ګاه ته یې وړي.

د عبدالقدوس پر وینا، طالبانو دغه انساني قتل ګاه په خان اباد بندر کې د "عروسي پامیر" هوټل شا ته جوړه کړې ده او طالبان قربانیان لومړی د دغه هوټل له داخلي لارې او بیا تر شايي له دوو نورو کلاګانو څخه قتل ګاه ته وړي.

د نوموړي پر خبره، طالبانو په دغې قتل ګاه کې ځانکړي جلادان لري، چې تبرونه او اټکاپې یې په لاس دي.

دی وايي، چې په دغه ځای کې نیول کسان په پړي تړي او له څېړنو وروسته ترې سرونه غوڅوي.

عبدالقدوس زیاتوي، چې جلادان په نااشنا ژبه خبرې کوي او افغانان نه دي؛ دوی د "الله اکبر" په ویلو سره له نیول شويو کسانو سرونه غوڅوي.

له نیول شوی عبدالقدوس څخه طالبانو د لاس ګوته پرې کړې ده.

دی وايي، له وینو او وژل شویو کسان څخه ډک ډنډ مې ولید، چې د قتل ګاه په یوې څنډه کې جوړ شوی وو.

دغه زده کړیال زیاتوي، کله یې چې دغه ځای ته بوتلم، وسله والو طالبانو له یو زلمي څخه سر پرې کاوو.

طالبان د عبدالقدوس د لاس ګوته او د ده، د لارې ملګري د لاس له پرې کېدو وروسته د طالبانو د یو همکار په منځګړیتوب یې خوشې کوي.

خو په ورته وخت کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کانونو وزارت مرستیال او ورځپاڼه لیکوال محمد حسن حقیار وايي، چې طالبانو دغه کار نه دی کړی.

دی وايي، دغه کار ښايي، چې د بهرنیو استخباراتي کړیو وي او غواړي، چې په افغانستان کې د قومونو ترمنځ جګړه پېل کړي.

حقیار وايي، چې د طالبانو په منځ کې د بېلا بېلو قومونو کسان موجود دي او ډېر هغه کسان، چې د هېواد په شمال کې د حکومت سره جګړه کوي؛ ازبک، تاجک او په نورو قومونو پورې تړلي دي.

دی وايي، په قتر کې د طالبانو د سیاسي د فتر غړی قاري دین محمد حنیف د بدخشان تاجک قوم پورې تړلی دی، او زیاتوي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په بېلا بېلو پوړونو کې د بېلا بېلو قومونو خلکو کار کاوو.

د حقیار په باور دا ډول کړنه که هره ډله کوي د "اسلام خلاف عمل او یو جنایت" دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړیوالې بښنې سازمان په خپاره شوي راپور کې ویلي و، چې "طالبانو په کندوز ښار کې د درېیو ورځو په جریان کې ډله ییزې وژنې، ډله ییز جنسي تېري او کور په کور تلاشیانې کړي دي".

د دغه سازمان د راپور له خپرولو وروسته افغان ولسمشر اشرف غني وویل، طالبانو په کندوز ښار کې جنایتونه وکړل او افغان حکومت به په دې اړه پلټنې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام