۲۰۱۵ زېږدیز کال د ملګرو ملتونو او غړیو هېوادونو له پاره ځانګړی ارزښت لري، دغه سازمان له یوه خوا ۷۰ ګلن کېږي او له بل لوري د نړۍ د راتلونکو ۱۵ کلونو له پاره د اقتصادي پراختیا پروګرام طرحه د نهايي کېدلو له پاره د ملګرو ملتونو مېز ته ورځي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم باید تابیا ونیسي، چې د راتلونکي کال له پاره د منشي څوکۍ بل سر مشر ته پرېږدي.
دغو مواردو ته په کتو په دې لیکنه کې د ملګرو ملتونو سازمان پر یو شمېر مهمو کاري زاویو او په سازمان کې دننه یو شمېر مناقشو ته کتنه کوو.
د ملګرو ملتونو د ۲۰ پېړۍ درېيمې سلیزې ناکامه تجربه، دوه ویجاړونکي نړیوالو جنګونه، د نړۍ د لویو ځواکمونو د هېوادونو مشران دې ته اړ کړل، چې د نړۍ سولې او امنیت خوندیتوب له پاره پر یوې طرحې کار وکړي.
د ۱۹۴۱ او ۱۹۴۵ کلونو په ترڅ کې بېلابېل کنفرانسونه جوړ شول، چې د سانفرانسیسکو په کنفرانس کې لومړی د ملګرو ملتونو سازمان د متفقینو او وروسته د نورو هېوادونو د تایید وړ وګرځېد.
یادو هېوادونو هیله لرله، چې دا یو ځواکمن سازمان وي او د حقوقي قوانینو پر بنسټ له وژنو، جنګونو او له تاوتریخوالي ژغورلې نړۍ رامنځته کړي.
د ۷۰ کلنۍ په پيل کې
نننۍ نړۍ د دویمې نړیوالې جګړې د پېر پر پرتله خورا پېچلې او متفاوته ده.
په تېرو ۷۰ کلونو کې ډول ډول بدلونونه رامنځته شول.
د ملګرو ملتونو له جوړېدلو وروسته ډېرو هېوادونو خپله ازادي واخیستله او یا یې سرحدونه وټاکل شول.
دمګړۍ د دغه سازمان غړو هېوادونو شمېر ۱۹۳ دی، چې په ټوله کې یې د نړۍ د هېوادنو یو کنفدراسیون رامنځته کړی دی.
د نړیوال نظام او دوو سیاسي قطبونو د نظم له منځه تلل، د هېوادونو ترمنځ په زیاتې کچې سره د جګړو د ماهیت بدلون او هېوادونو ته د ننه د جګړو تګ، د ترهګرۍ له حده زیاته پراختیا، ترهګرۍ په بېلګو او پېژندنو کې د نظر بېلوالی، د اسراییلو رامنځته کېدل، د عربو زیات عمر لرونکې مناقشه، د موضوعي او بېلابېلو سازمانونو جوړېدل، د بېلګې په توګه د افریقايي ټولنه، لاتیني امریکا او کارابین، د اسلامي هېوادونو د مرستو سازمان، د اروپا ټولنه، ای اېس ان او بلاخره د نړیوالو لوبغاړو او قدرتونو سقوط؛ دا ټول د اوسنۍ نړۍ د نظم د پېچلتیا او د نننۍ نړې د بحث د سازمان په بنسټ پورې اړه لري.
د ملګرو ملتونو پر سازمان یو شمېر مهمې نیوکې
د ملګرو ملتونو منشور او په ځانګړي توګه لومړۍ ماده، چې د نړیوالې سولې خوندیتوب په اړه صراحت لري؛ د سازمان له مهمو چارو څخه دي.
د هېوادونو او په هېوادونو کې د ننه ۲۵۰ پېښو شوو جنګونو، د میلیونو وګړو کډوالېدل، د میلیونونو خلکو معلولېدل، یتیمېدل، او د ښځو او نارینه وو ګونډېدل، له هغو جدي نیوکو څخه دي، چې ښايي دغه ستونزې د ملګرو ملتونو د کارونو له ډول او په تشکيلاتي جوړښت د ناسم کار له امله رامنځته شوې وي.
د ملګرو ملتونو پر نظام کې د بدلون راوستلو له پاره د هېوادونو او مدني ټولنو له خوا زیات غږونه پورته شوي دي.
د دغه سازمان پخواني منشي کوفي عنان د ماموریت پر وخت کې د زیاتو هېوادونو پر ملاتړ هڅې وشوې، چې د ملګرو ملتونو سازمان سره تړلو یو شمېر بنسټونو کې اصلاحات رامنځته شي. د دې بدلونونو لویه بېلګه د ملګرو ملتونو د بشرحقونو د کمېسیون په جوړښت کې بدلون راوستل وو.
سره له دې چې دغغ بدلونونو د زیات شمېر هېوادونو له تود هر کلي سره مخ شول، خو بسنې وړ نه وو.
د بان کي مون په وخت کې د ملګرو ملتونو نظام د اصلاح کولو له پاره، په ځانکړي ډول د امنیت شورا په برخه کې زیات فشارونه راوړل شول.
زیات کلونه کېږي، چې د ملګرو ملتونو په نظام او امنیت شورا غړو هېوادونو په شمېر کې د بدلون او اصلاح رامنځته کولو په پاره د زیاتو هېوادونو له خوا په ډله ییزه او انفرادي ډول هڅې روانې دي.
د نړۍ هېوادونو دغه هڅې د "وېټو حق" په دلیل له ناکامۍ سره مخ کېږي.
ډېر هېوادونه په دې هيله دي، چې دغه لوی سازمان هم د دولتونو په څېر ولسواک شي او ژر تر ژره د څوو اټومي ځواکمنو هېوادونو له محوریت او د "وېټو له حق" څخه خلاص شي.
دغه شمېر هېوادونه تمه کوي، چې شعارونه او موخې یې په دموکراتیکه بروکراسۍ واوړي.
بې وزلي او اقتصادي ناتوانایۍ سره مبارزه کول؛ د ملګرو ملتونو د زریزو پراخیتايي پروګرامونو له موخو څخه وو، چې د له منځه وړلو په برخه کې سازمان پاتې راغی، دغه چاره د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع، اقتصادي، ټولنیزو، کلتوري شورا ګانو او د سازمان اجرایوي ارګان پر کاري ټیم نیوکې کېږي، چې د کاري وړتیا نه لرلو له امله په بې وزلۍ په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
د هغو کسانو له پاره چې د ملګرو ملتونو د له منځه تللو، غوښتونکي دي، دا چارې د دوی د غوښتنو له پاره نور دلایل په ډول کاروي.
لاس ته راوړنې
د دغه سازمان له جوړېدلو څخه تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې ډېر نوښتونه شوي دي، په تر تیب سره د دغو ټولو کړنو راوړل ښايي، د ارزښت درجې ته یې زیان ورسوي، خو د هغې وینا پر بنسټ چې بدګڼو ته دې اشاره وکړه ښېګڼې هم یادې کړه؛ څو مواردو ته اشاره کوم.
د ملګرو ملتونو سازمان د دریځ ځای دی، چې هر لوی او کوچنی هېواد په لوړ غږ سره خپل عقاید او اندونه اوروي.
محافظه کار، خپلواک او نیمه خپلواک، ډیموکراتیک هېوادونه او همدا ډول د ۲۰مې پېړۍ دویمې نیمايي او ۲۱ پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د مشهورو حاکمانو ویناوې او د عقایدو له پاره دغه سازمان یواځې د نړیوال دریځ په توګه زمینه برابره کړې ده.
ښايي د فیډل کاسټرو، ایت الله خامنه يي، احمدي نژاد او د مرحوم قذافي له خوا د ملګرو ملتونو منشور څيرې کول، د هوګو چاوز، کلینټن او بارک اوباما وینا وې هیڅکله د دغه سازمان له ذهنه پاکې نه شي.
د ایران او عراق په جګړه کې منځګړیتوب او پای ته رسول، په افغانستان د شوروي برید، د پخوانۍ یوګسلاويې جنګونه، رواندا، سويلي سوډان او په نورو جنګونو کې منځګړتوب، د نړۍ کډوالو ته د نړیوالې ټولنې پام اړول او مرستو کول، په بېلا بېلو موضوعګانو کې د سلګونو سیمینارونو او کنفرانسونو جوړول، بېلابېلو موضوګانو کې د لسګونو کنوانسیونونو او پروتوکلونو ترتیبول، د یو شمېر نړيوالو ناروغیو تشخیصول او پېژندل لکه، اېچ ای وي، اېبولا او ملاریا، د سېلابونو قربانیانو سره مرستې او میلیونونه ماشومان او میندې د ګواښوونکو او وژونکو ناروغیو څخه ژغورل؛ له هغو کارونه څخه دي، چې د ملګرو ملتونو له خپل تاسیس څخه را په دې خوا تر سره کړي دي.
د سازمان اوسنی او د ننه حالت
ملګرو ملتونو سازمان په ۷۰ کالیزې کې څو مهم پروګرامونه په مخکې لري.
په ۲۰۰۰ زېږدیز کال کې د پسا ۲۰۱۵ پراختیايي پروګرام افتتاح شو، چې موخه یې د نړۍ بې وزلو هېوادونو اقتصادي حالت ښه والي او د اقتصادي بې وزلۍ له منځه وړل وو. د ښځو او نرانو د حقونو برابروالی، د ماشوم د پیدایښت پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچې کمول، له اېچ ای وي ویروس سره مبارزه، د زریزې پراختیايي پروګروام د ۸ ټاکل شوو موخو غوره کول، چې د پلي کولو له پاره یې ۱۵ کلونه وخت ټاکل شوي وو، شامل وو.
غړي هېوادونه مکلف وو، چې د ټاکل شویو اهدافو په اډانه کې کورنیو لومړیتوبونو ته په کتو سره خپل سیمه ییز پروګرامونه همغږي کړي.
څرنګه چې د نیوکو په برخه کې وویل شول، یو شمېر شنونکي زریز پراختیايي ۸ ماده ییز پروګرام د ماهیت او موخې له مخې ناکام بولي، دغه چاره د سازمان د ناکامۍ سند هم ګني.
د بېلګې په ټوګه په زریز پراختیايي پروګرام کې اقتصادي بې وزلي د ورځې "یو ډالر او ۲۵ سنټ" ښودل شوې و.
دغه تعریف ته په کتو سره که چېرې د یو کس ورځنی عاید یو ډالر او ۲۵ سنټ وي، له اقتصادي بې وزلۍ څخه خلاص دی.
د ملګرو ملتونو د زریزې پراخیتايي برنامې د کار پر ماهیت دې ته ورته ډېر مثالونه شته، چې نیوکې پرې کېږي.
ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د زریز پراخیتايي پروګرم د موخو ارزونې له پاره دویمه ۵ کلنه غونډه پیل کړه، په دې غونډه کې غړو هېوادونو غوښتنه وکړه، چې له ۲۰۱۵ زېږدیز کال وروسته د زریزې پراخیتايي پروګرام پر بدیل کار وکړي.
له دغې غونډې وروسته د روان کال تر اګسټ میاشتې لومړیو پورې دغو ناستو دوام در لود.
په دې غوڼدو کې د زریزې پراختیايي پروګرام پر بدیل
پسا 2015 (Post 2015 Development Agenda ) باندې کار وشو.
د دغه پروګرام د منځپانګې او لغتونو د حجم موخې له زریزې پراختیايي پروژې لویې دي.
له زریزې پراختیايي پروژې سره دغه پروګرام په سطحې پرتلنه کې ۱۷ موخې او ۱۶۹ مقصدونه لري، چې د انسانانو پر ټولنیز، کلتوري او اقتصادي ژوند کې د مثبتو اغېزو په پراخ مفهوم جوړ شوی دی.
د دغه پروګرام د پلي کېدو وخت هم ۱۵ کاله دی او همدا ډول به دغه پروګرام په نیویارک کې د سپټمبر له ۲۵ نه تر ۲۷ پورې د غړیو هېوادونو د رییسانو پر وینا پیل شي.
د نوي سرمنشي ټاکل
د ملګرو ملتونو اوسني سرمنشي بانکي مون کاري موده په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې له ۵ کلونو کار وروسته پای ته رسېږي، چې دمګړۍ په ډیپلوماټیکو محفلونو کې خبره ګرمه ده.
د دغه سازمان د سرمنشي د ټاکل کېدلو ډول د نیوکه کوونکو هېوادونو له محوري نیوکو څخه دی. دغه هېوادونه د ملګرو ملتونو دیموکراتیکه کېدلو غوښتونکي دي.
د منشي ټاکل او انتصابېدل، د منشور په ۹۷ یمې مادې پورې اړه لري.
منشي د امنیت شورا او د ۵ دایمې غړیو هېوادونو په رایې سره غوره کېږي او وروسته د انتصاب له پاره عمومي مجمع ته ور پېژندل کېږي.
په وروستیو ۱۵ کلونو کې د هېوادونو په ملګرو ملتونو کې د ننه په ډله ییز ډول د پرېکړه لیکونو او سپارښتونو پر بنسټ د منشور ۹۷ یمې مادې د اصلاح غوښتنه وکړه.
ډېر هېوادونه غواړي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د دندې موده دې له ۷ تر ۱۰ کلونو پورې و غځېږي او یو شمېر نور بیا د ۵ دایمې غړیو هېوادونو له خوا د منشي پر ټاکلو نیوکه کوي او وايي، چې دغه کار باید د سازمان د عمومي مجمع له لارې د ټولو هېوادونو په مشارکت سره وشي.
ډېرو هېوادونو ته د جندر رعایتولو مسله اړینه ده، ځکه چې تر اوسه پورې هیڅ مېرمنه دې څوکۍ غوره کېدو ته نه ده نومول شوې.
خو په ورته وخت کې ټول دغه فشارونه د ملګرو ملتونو ۵ دایمو غړیو هېوادونو له خوا له منځه وړل شوي دي.
په ځانګړي ډول د روسیې هېواد، چې په پرېکړه لیک کې د یوې مېرمنې او د مېرمنې د کلیمې په زیاتولو سره د عمومي مجمع د کاري جوړښت په اړه کلک غبرګون وښود.
د جغرافیاوي وېش له شمېره دا ځل د ختیځې اروپا هېوادنو ته نوبت را رسېدلی دی، د دغې حوزې غړي هېوادونه د جغرافیاوي وېش رعایتولو او دې څوکۍ ته د یوې مېرمنې د ټاکل کېدو غوښتونکي دي.
د منشي ټاکل به د روان کال د سپټمبر میاشت په غونډه کې د غړیو هېوادونو د بحث مهمه موضوع وي.
د امنیت شورا اصلاح کول
څرنګه چې ویل کیږي، د امنیت شورا د وروستیو جګړو په هواري کې ماتې وخوړه، د بېلګې په ډول د سوریې جګړه، پراخې عام وژنې، لکه رواندا. دغه کارونه د دې لامل شوي دي، چې زیاتې ستونزې د امنیت شورا په حقوقي جوړښت او د کمو هېوادونو له خوا د ويټو حق، چې د ملګرو ملتونو دغه مهم رکنونه باید بدلون و مومي.
د منشي د ټاکل کېدلو پر خلاف هر بدلون، د ۵ دایمې غړو هېوادونو سره مخ دی او د کار ډول او د غړو زیاتول، د یو شمېر د استقبال وړ ګرځېدلي دي.
امریکا او بریتانیا یې هرکلی او چین او روسیې یې د مخالفانو په کې دي.
۱۹۳ هېواونو د بدلونو راوستلو له پاره فشار رامنځته کړی دی، د دغه کار تر څنګ د عمومي مجمع رییسانو په تېر ادوار کې د امنیت شورا د کارونو او غړو ډېرولو په اړه لېواله او دغه چاره یې تعقیب کړې ده.
هر کال د هېواد مشرانو ویناوې، یوه برخه د دغو بدلونو او زیاتونو په اړه وي، چې په دې بحث کې افغانستان له پېژندل شویو هېواونو څخه دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمې استازي او سفیر څو ځلې په دغو مسایلو پورې د تړلو بحثونو ریاست چارې یې په امنیت شورا کې پر مخ وړي دي.
پاسنیو ټولو مسایلو ته په کتو سره د ملګرو ملتونو ۷۰ کلن کېدو جشن نمانځنه به د نورو نمانځو په پرتله ځانګړې ارزښتمند وي.
د ملګرو ملتونو راتلونکی تر ډېره د دوی پر پروګرامونو او سږنو رسمي او غیر رسمي خبرو پورې تړلی دی.