د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د ټاکنیز سمون کمېسیون او د دې جرګې غړي اسدالله سعادتي د یاد کمېسیون د کارکړنو راپور جرګې ته واورولو.
سعادتي د ولسي جرګې د چهارشنبې د (سپټمبر ۱۶مې) نیټې په عمومي غونډه کې وکیلانو ته د ټاکنیز سمون کمېسیون څو وړاندیزونه واورول.
له ټاکنو وړاندې د رایه ورکوونکو نوملړ چمتو کول، د نوملړ نوي کول ( اپډيټ)، په هغه سیمه کې رایه ورکول، چې نوم لیکنه یې کړې وي، له پېژند پاڼو سره د نوملړ چمتو کول ۳۴ ولایتونو کې د رایه ورکوونکو نوملړ په یو انټرنیټي ډيټابېست سره نښلول، د ټاکنیز سمون وړاندیزونو څخه شمېرل کېږي.
سعادتي زیاته کړه، وړاندیز یې کړی، چې د ټاکنو پر ورځ کارکوونکي باید دولتي مامورین او ښوونکي په ټاکنیزو حوزو کې د څارونکي دنده اجرا کړي.
په همدې اړه د ټاکنیز سمون د کمېسیون دغه راپور د ډېرو وکیلانو له نیوکو سره مخ شو.
وکیلانو د ټاکنیز سمون کمېسیون رامنځته کول ناقانونه وبللو او زیاته یې کړه، چې دغه بنسټ د ولسي جرګې یو شمېر تصویب شوي قوانین تر پښو لاندې کوي.
د وکیلانو نیوکې:
د ولسي جرګې غړي عبدالقادر ځاځي عمومي غونډې ته وویل، چې په اساسي قانون کې د ټاکنو پر ورځ حکومتي مامور ته د څار حق نه دی ورکړل شوی. ځاځي د ټاکنیز سمون پر هغه وړاندیز نیوکه وکړه، چې د ټاکنو پر ورځ دې د لوړزده کړو وزارت او پوهنې وزارت کارکوونکي د یوې ورځې له پاره په خپلو سیمو کې څارنه کوي.
دغه راز د ولسي جرګې بل غړي میربت خان د ټاکنیز سمون کمېسیون پر هغه وړاندیز نیوکه وکړه، چې ګواکي د نوم لیکنې له مرکز پرته بل ځای رایه نه شي ورکولای.
ده وویل، د نا امنۍ له کبله اکثره وګړي مرکز ته راګډه کېږي؛ نو که د ټاکنیز سمون یاد وړاندیز عملي کړي، پردې سره به ډېر وګړي د رایې ورکونې له حق نه محروم شي.
د ولسي جرګې غړي نقیب الله فایق بیا اندیښنه څرګنده کړه، چې د ټاکنیز سمون د غړو په څېر به د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنران هم د حکومتي مشرانو تر منځ ووېشل شي او راتلونکې ټاکنو به غیرشفافې وي.
د ولسي جرګې ټيڼګار او غوښتنې:
بل خوا د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، چې حکومتي مشران د ټاکنیز سمون رامنځته کېدلو د حکومت په لومړیو کې ژمنه کړې وه او ټيڼګار یې وکړ چې خپلې ژمنې باید عملي کړي.
ابراهیمي زیاتوي، چې له ټاکنو وړاندې باید برېښنايي پېژندپاڼې ووېشي، ځکه پر وینا يي برېښنايي پېژندپاڼې کولای شي، چې په ټاکنو کې د درغلیو مخنیوی وکړي.
په همدې اړه ابراهیمي وايي، چې د ولسي جرګې د دوبي رخصتیو پر مهال ولسمشر محمد اشرف غني یو شمېر تقنیني فرمانونه ورکړي او غوښتنه یې وکړه، چې ټول فرمانونه دې ولسي جرګې ته ولېږل شي، چې قانوني بڼه غوره کړي.





