عدلیې وزارت: د ټاکنو په قوانینو کې تعدیلات راغلي دي

د عدليې وزارت چارواکي وايي، چې د ولسمشر د تقنیني فرمان او د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د وړاندیز پر بنسټ د ټاکنو په قوانینو او د ټاکنیزو واکونو د جوړښت په قانون کې تعدیلات راغلي دي.

د عدلیې وزارت اداري مرستیال سید محمد هاشمي وايي، چې د سنبلې په ۱۴مه نېټه په وزیرانو شورا کې دغه قانون تصویب او د وږي میاشتې په ۱۵مه، پر ټاکنیزو قوانینو کې تعدیلونه؛ د ولسمشر له خوا توشېح او نافذ شول.

نوموړي وویل، د دغه قوانینو پر بنسټ د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو د ټاکنې کمېټه باید جوړه شي.

له بل لوري اجرایه ریاست وايي، چې د نویو کمېشنرانو د غوراوي کمېټې د غړیو د پېژندلو له پاره کار روان دی او د ولسي جرګې د ټاکنو مهالوېش به د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي کمېشنران اعلان کړي.

همدا ډول د عدلیې وزارت مرستیال وايي، چې په ټاکنیزو قوانینو کې د تعدیلونو له مخې به د ټاکنې کمېټه رامنځته او د دغه کمېسیون له رامنځته کولو سره به د ټاکنو د کمېسیون کمېشنران او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وټاکل شي.

په داسې حال کې چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمېشنران وايي تر راتلونکو څلورو کلونو خپل کار ته دوام ورکوي.

ولسمشر په تقنیني فرمان کې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون د وړاندیزونو له تاییدولو سره عدلیې وزارت او د چارو ادارې لوی ریاست ته امر کړی، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون د اوو وړاندیزونو د پلي کولو له پاره د قانوني زمینو د برابرولو له پاره پرته له ځنډه لاس په کار شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام