ولسمشر غني: د ټاکنیز نظام له سمون نه ملاتړ کوم

ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون له غړیو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د دغه کمېسیون کار به دوام کوي او ولسمشرۍ ماڼۍ په ټاکنیز نظام کې د سمون د راوستلو ملاتړ کوي.

دغه لیدنه نن د (سپټمبر په ۳مه) د پنجشنبې په ورځ د اجرايه رییس، د ولسمشر د دویم مرستیا او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حضور کې شوې ده.

په دې لیدنه کې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون غړو خپل نظرونه او ګزارشونه واورول.

د دغه کمېسیون غړي وايي، چې د افغانستان ۸ ولایتونو ته یې سفرونه کړي دي او د خلکو سره یې د لیدلو پر مهال یې د هغوی نظرونه په یو ۲۰۰ مخیز سند کې راټول کړي دي.

د رایې ورکوونکیو منظم فهرست، د رایو ورکوونکیو او رایو اخیستونکیو ترمنځ د اړیکو نېږدېوالی، د رایو د استعمال د ځایونو ډېروالی، د ولسي جرګې د نوماندانو له پاره د لوړو زده کړو د اندازې ټاکل، ښځو ته زیاتې چوکۍ ورکول، د نویو ټاکنیزو کمېسیونو انتخاب او جوړول، د کمېسیونونو د کاري مودې معلومول او ورته نورې غوښتنې او وړانديزونه د دغه کمېسیون د غړو اولیتونه وو.

له ارګ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر غني د دغه کمېسیون د کارونو ستاینه کړې ده او ویلي یې دي، چې دوی په ډېر کم وخت کې ډېرو کارونو ته رسده ګي کړې ده.

د ولسمشر په خبره، د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسون جديوالی ډیموکراتیک روند تقویه کوي او د راتلونکې له پاره پر ځان د خلکو باور زیاتولی شي.

افغان ولسمشر زیاته کړه، چې دغه کمېسیون باید د خلکو په غوښتنه، د رښتینولۍ پر اساس او په بې طرفه توګه پرېکړې وکړي.

هغه تاکید وکړ، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون باید لومړی د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدلو تاریخ وټاکي.

اجرایه مشر عبدالله عبدالله په دغه لیدنه کې وویل، چې هغه به د کمېسون د غړو سره د هغوی د نظرونو او وړاندیزونو په عملي کولو سره بحث وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانکړي استازي تادامیچي یاماموتو هم په غونډه کې وویل،  چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون د وړاندیزونو تطبیقول کولی شي، چې پر ډیموکراسي باندې د خلکو باور زیات کړي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د تېرې یکشنبې په ورځ د (اګسټ په۳۱مه) د ۴۰ ورځو په تېرېدلو سره د خپلو وړاندیزونو بنډل اجرایه رییس ته ارایه کړ. اجرایه رییس ویلي وو، چې د دغه کمېسیون د وړاندیزونو پر اجرا به کار پیل کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام