د جرمني د بهرنيو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر په يوه رسمي سفر نن یکشنبه (اګست ۳۰ مه) کابل ته راغی.
نوموړی د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره له ليدو وروسته یوه ګډه خبري ناسته هم درلوده.
افغان ولسمشر او د جرمني د بهرنيو چارو وزیر د دواړو هېوادونو د ۱۰۰ کلنو اړيکو په باب خبرې وکړې.
شتاین مایر په راتلونکې کې له افغانستان سره د مرستو ژمنه یو ځل بیا تازه کړه او په دغه هېواد کې يې د خپلو سرتېرو د قربانۍ یادونه هم وکړه.
غني د افغانستان په پرمختګ کې له المان سره اړیکې ګټورې وبللې او زیاته یې کړه، چې دغه هېواد له تېرو ۱۰۰ کلونو راهیسې د افغانستان د هېواد په پرمختګ کي ګټور کارونه ترسره کړي دي.
د دواړو هېوادونو په خپل منځ کې د ستراتيژیکو همکاریو تړون هم لاسلیک کړ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې په وروستیو کلونو کې جرمني د افغانستان په اړه د درېيو نړېوالو کنفرانسونو کوربه و او همدارنګه دغه هېواد د ایساف په چوکاټ کې له افغانستان سره هر اړخیزې مرستې هم کړې دي.
ولسمشر وویل، چې افغانان د امان الله خان د وخت راهیسې له جرمني سره دوستي لري.
له بل لوري د جرمني د بهرنيو چارو وزیر وویل، چې هېواد يې د د افغانانو د سولې دښمنانو د له منځه وړلو له پاره له افغانستان سره متعهد دی.
هغه زیاته کړه، چې د طالبانو سره د سولې خبرو اترو د دوام له پاره به خپلې هڅې وکړي.
د نوموړي په وينا، چې دوی هيله لري، څو د افغان حکومت او طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې رغنده رول ولري.
جرمني هغه هېواد دی، چې په افغانستان کې د ایساف د ماموریت په چوکاټ کې شاوخوا ۴۰۰۰ سرتیري لرل، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې يې ۵۵ سرتېري د هېواد په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول شمالي ولایتونو کې وژل شوي دي.





