په پام کې ده، چې د امريکا د نړېوال پراختيايي ادارې له خوا په افغانستان کې ۱۲۰ زرو ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره شي.
په کابل کې د امريکا سفير مایکل مکينلي وویل، چې په افغانستان کې زیات شمېر ماشومان د ناامنيو له امله له زده کړو محرم شوي دي، چې د دغې برنامې له لارې به ورته د زده کړو زمینه برابره شي.
په کابل کې د امريکا د سفیر په وينا، دغو ماشومانو ته په غېر رسمي محلونو لکه، جوماتونو، کورونو او نور اجتماعي ځایونو کې په تدریس کې د معارف وزارت له نصاب څخه ګټه واخیستل شي.
دغه پروژه د امريکا متحده ایالاتو د سفير، د یونیسف استازي، پوهنې، تحصیلات او ښځو چارو وزیرانو په حضور کې د امريکا په سفارت کې پرانیستل شوه.
ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو د نړېوال صندوق مرستيال ډاکټر بالاجي وویل، چې د دغې پروژې له لارې به د افغانستان په ۱۳ ولايتونو کې محروم ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي.
د راپورونو پر بنسټ د امریکا د پراختیايي ادارې له لارې به په دغه برخه کې ۷۵ ميليونه ډالره ولګول شي.
په همدې حال کې د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وايي، چې د سیمه ییزو ښوونځيو د جوړولو يواځنۍ موخه محرومو ماشومانو له پاره د زده کړو د زمينې برابرول دي.
دغه پروژه به د ۲۰۱۵ م ز کال د سپټمبر میاشت څخه پېل او تر ۲۰۱۹ م ز کاله پورې به دوام وکړي.
د یادولو وړ ده، چې دغه پروژه به یواځې د افغانستان په بامیان، دایکندي، فراه، غور، هرات، بادغیس، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، قندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې پلي کيږي.





