نورعلي ځډران په غبرګه (سلیزه) د نړېوال کرکټ دروازې وټکولې

افغان اوپنر بیټسمین نورعلي ځډران د (الکوزي) احمد شاه ابدالي څلور ورځنیو سیالیو د لومړۍ لوبې په دویمه ورځ د بند امیر خلاف ستره کارنامه ثبت کړه.

نوموړي د یوې په زړه پورې لوبې وروسته په ۲۴۸ بالونو د ۲۵ څلوریزو او ۴ سترو شپږیزو په مټ غبرګه سلیزه جوړه کړه.

نورعلي ځدران چې د کلونو راهیسې د اوږې ټپونو سره لاس او ګریوان وو یو ځل بیا یې د کرکټ میدان ته مخه کړې او په روانو لوبو کې د مس عینک لوبډلې په ګټه لوبیږي.

نوموړې لومړې کرکټر شو، چې په روانو سیالیو کې غبرګه سلیزه په خپل ولایت خوست کرکټ لوبغالي کې جوړوي.

د یادونې وړ ده .چې د (الکوزي) احمد شاه ابدالي د زونونو ترمنځ څلور ورځنۍ لوبې د تیرې جمعې په ورځ د هېواد د ۵ زونونو منتخبو لوبډلو ترمنځ په ننګرهار او خوست ولایتونو کې پېل شوې.

نورعلي ځډران له کلونو راهیسې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې غړی دی ، چې په خپله تخنیکي لوبې په کور دننه څه چې په نړیواله کچه هم بې شمیره مینه وال لري.

دغه ۲۷ کلن افغان اوپنر بیټسمین د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره تراوسه ۲۲ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړي، چې د ۱ سلیزې او ۲ نیمه سلیزو په مټ ۵۹۴ منډې لري.

دغه راز ښي لاسي نورعلي ځډران د افغانستان له پاره ۱۰ نړیوالې   ۲۰اوریزې لوبې او " ۶ فرسټ کلاس" څلور ورځنۍ لوبې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې ترسره کړي دي، چې په کې یې د ۲ سلیزو او ۴ نیمه سلیزو په مټ تراوسه د څه باندې ۵۰ اوسط سره ۵۵۸ منډې جوړې کړي دي.

که څه هم د ځوان کرکټرانو په راتګ سره ښایي د کرکټ یو شمیرکارپوهان د نورعلي په راتلونکې ډیرباوري نه وي، خو دغه کرکټر لاهم دافغانستان کرکټ لپاره د ډیرڅه ترلاسه کولو جذبه او استعداد په ځان کې لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام