د امريکا متحده ایالات، هندوستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو ردېدو په باب د مایوسۍ اظهار کړی.
د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت ویاند جان کربي ویلي، چې هېواد به يې ډېر ژر د هندوستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو پر پېل بیا ټينګار وکړي.
نوموړي د هندوستان له "پریس ټرس آف انډيا " ورځپاڼې سره د خبرو اترو په ترڅ کې ویلي، چې امريکا د هندوستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د بیا پېل له پاره خپله حوصله زياته کړې.
تېره ورځ د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزیز د يوې خبري ناستې پر مهال ویلي وو، چې پاکستان له هندوستانه غېر مشروط مذاکرات غواړي او دی د غېر مشروطو مذاکراتو له پاره همدا اوس تیار دی، چې ډهلي ته سفر وکړي.
هندوستان پر پاکستان تور پوری کړی، چې اسلام اباد د "اوفا" معاهدې خلاف کارونه کوي، ځکه د هندي چارواکو په وينا په اوفا معاهده کې دا راغلي، چې د ټولو مهمو مسایلو په هکله به خبرې اترې کيږي.
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ویلي، چې هندوستان د خبرو اترو څخه د کشمیر موضوع ویستلې او نه باید داسې وشي.
هغه وايي، که د کشمير موضوع حل وي، نو په زرګونه هندوستاني پوځيان هلته د څه له پاره میشت دي !؟
اخوا بیا د هندوستان د بهرنيو چارو وزیره سشماسوراج ویلي، چې هېواد يې هيڅکله هم د خبرو اترو له پاره پېشکي شرایط نه دي وړاندې کړي.
هغې زیاته کړې، چې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د خبرو اترو له پاره درېيم ګړي هېواد ته ځای نه شته.
د ترهګرو سره مبارزه کول د اوفا معاهدې یوه مهمه برخه جوړوي.
نو ځکه د هندوستان د بهرنيو چارو وزیره ویلي، چې د کشمير موضوع په دغه برخه کې نه شي شاملېدی.
د اوفا خبرو اترو یوه لویه برخه په پاکستان کې د ترهګرو سره مبارزه کول یاد شوي دي.
څو ورځې وړاندې په دوبۍ کې د هندوستان صدر اعظم پاکستان ته په اشارې سره وویل، چې له دې وروسته ښه او بد ترهګر نه شي چلېدی.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د افغان حکومت او طالبانو سره د خبرو اترو په باب ویلي وو، پاکستان به هغه طالبان نه په نښه کوي، چې د دوی ملي ګټو ته کار کوي، ځکه په وينا يې پاکستان د ښه او بد طالب ترمنځ فرق کولی شي.