د تساوي ټولنیزې او کلتوري موسسې د څېړنې پر اساس ۶۶ سلنه ښځينه خبریالانې به بلخ او کابل ولایتونو کې له جنستي تبعیض سره مخ دي.
په څېړنه کې له ۱۶۵ ښځینه وو خبریالانو سره مرکې شوي دي، چې ۵۰ یې په بلخ او ۱۰۰ نور یې په پلازمېنه کابل کې دي او په دې سر بېره په څېړنه کې د رسنیو له ۱۵ مسولینو سره مخامخ مرکې شوي دي.
د دغې موسسې رییسه معصومه محمدي د ښځینه وو خبریالانو د عدالت غوښتنې په نوم کنفرانس کې وویل، چې دغه څېړه په ۶ میاشتو کې شوي ده او په دې څېړنه کې د ښځینه وو خبریالانو په معاشونو، کورنیو او بهرنیو سفرونو، روغتیايي بیمې او د ښځینه وو خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي برخې شاملې دي.
په دې تحقیق کې له هغو ښځینه وو خبریالانو سره مرکې شوي دي، چې له ۲۰تر ۴۰ کلونو عمر لري او د بکلوریا تر ماسټرۍ کچې پورې یې زده کړې کړي دي.
د څېړنې پر بنسټ په کابل او بلخ ولایتونو کې ۱۹ سلنه ښځینه خبریالانې بې له معاشه او ۶۱ سلنه نورې یې بیا په لږ معاش سره دنده کوي او د دغو خبریالانو ۴۰ سلنه یې اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
همدا راز په دې څېړنه کې راغلي دي، چې د ښځینه خبریالانو سره د تاوتریخوالي کچه په کابل کې نسبت بلخ ته لوړه ده او وویل کیږي، چې په کابل کې د ښځینه خبریالانو سره تاوترخوالی د حکومتي چارواکو، امنیتي مسولینو او دریمه برخه کې د ولسي خلکو له خوا پر ښځینه وو خبریالانو تحمیل شوی دی او په بلخ ولایت کې له دوی سره تاوتریخوالی د خلکو او د دوی د کورنیو له خوا پر دوی تحمیل شوی دی.
د دې بنسټ څېړنې ښيي، چې ۴۶ سلنه خبریالانې په انځوریزو، ۲۷ سلنه خبریالانې په غږیزو او ۱۳ سلنه نورې یې په چاپېزو رسنیو کې کار کوي.
له بل لوري له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نۍ) رییس مجیب خلوتګر سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د تېرو دوو کلونو پر نسبت سږکال په رسنیو کې د ښځینه وو خبریالانو ونډه کمه ده.
د خلوتګر په خبره، دوه کاله وړاندې ۲۷۰۰ تنو ښځینه وو خبریالانو له بېلا بېلو رسنیو سره کار کاو سږکال دغه شمېره ۲۴۰۰ تنو ته را ټیټه شوې ده.
نوموړي په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د کمې ونډې لامل ناامني او د حکومتي چارواکو نه پاملرنه بولي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي په همدغې ناسته کې د خبریالانو له کړونو ستاینه وکړه او وویل، چې رسنې د حکومتي بنسټونو په نسبت پر ولس او حکومت زیاته اغیزه لري.
په ورته وخت کې یو شمېر ښځینه خبریالانو وویل، د دوی جنسیتي تبعیض ننګونکې ستونزه د افغانستان سنتي ټولنه ده.
دوی وویل، چې دغه چاره د دې لامل شوې ده، چې د هغو ښځینه وو خبریالانو د روحیې د ضعف لامل شي، چې په رسنیو کې کار کوي.
دغه شمېر مېرمنې زیاتوي، په کورني نظام کې د ننه جنسیتي تبعیض د دې لامل شوی دی، چې له کوره بهر د لوړنو د کار مخه و نیسي او د زامنو پر وړاندې هیڅ ډول ستونزه موجوده نه ده.
معلوماتو ته د خبریالانو نه لاسرسی، د حکومتي چارواکو او خلکو له خوا د سختو او رکیکو الفاظو کارول هم د خبریالانو یو له جدي ستونزو بلل کيږي.