کرزی: نړیواله ټولنه دې په قاتل او مقتول کې له یو سره ودريږي

پخواني ولسمشر او د پاکستان په اړه دملي وحدت دحکومت د پالیسۍ سخت منتقد حامد کرزي په افغانستان کې د وروستيو نا امانيو وروسته یوځل بیا په امریکا او پاکستان سختې نیوکې وکړلې.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ځوانانو نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې نننۍ (۱۲م اګست) غونډې ته وویل، چې د پاکستان په اړه د ولسمشر اشرف غني له ورستيو څرګندونو او دريځ کلک ملاتړ کوي.

کرزي په خپلو خبرو کې وویل، بهرني ځواکونه او هیوادونه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې له پاره راغلي او اوس مهال دلته میشت دي.

دی غوښتنه کوي، چې دغه هیوادونه باید وضاحت وکړي، چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د ترهګرۍ پر وړاندې ددوی مبارزه کامیابه وه که ناکامه؟

کرزي وویل، که چېرې د ترهګرۍ پر وړاندې په سیمه کې جګړه ناکامه شوي وي، نو امرېکا دې د سیمو د ځواکمنو هیوادونو روسیې، چین او هندوستان سره سلا مشورې وکړي، چې د ماتې علت څه دی؟

کرزي زیاته کړه چې دغه هیوادونه هم د ترهګرۍ د ګواښ سره مخ دي او په ګډه دې د بریا یوه لار وټاکل شي.

کرزي دخپلې پوښتنې په دویمه برخه کې وویل، که امريکا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې بریالۍ وي؛ نو بیا دې له قاتل او مقتول یو انتخاب کړي له دواړو سره دې لاس نه یو کوي.

د پخواني ولسمشر اشاره په دې ځای کې پاکستان ته وه او غوښتنه یې کوله چې د ترهګرۍ څخه د ملاتړ په جرم دې امریکا او نړیواله ټولنه خپلې مرستې له پاکستان سره وتړي.

دغه افغان سیاستوال وايي، د امریکا او برتانیه ځېنو سیاستوالو او لوړ پوړو پوځي چارواکو په وار وار سره ويلي دي، چې پاکستان له ترهګرو سره مرسته کوي، خو بیا هم په پام کې نه نیول کيږي او پاکستان ته پوځي او مالي مرستې ورکول کيږي.

همدې غونډې ته د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود هم خبرې وکړلې.

مسعود، له ځوانانو غوښتنه وکړله، چې د سولې په راوستو کې دې هلې ځلې وکړي.

ده د سولې په تړاو د پاکستان روستۍ هلې، ځلې غولوونکې وبللې او زیاته یې کړه، چې که وسله وال طالبان د سولې خبرو ته کېني؛ نو پاکستان به په افغانستان کې جګړې ته یوه بله ډله جوړه کړي.

د ولسمشر دغه استازي له نړیوالې ټولنې په پاکستان د فشارغوښتنه وکړله، چې د خپلې واکمنۍ لاندې سیمو کې د وسله والو پټن او روزن ځايونه له منځه یوسي.

احمد ضیا مسعود وايي، چې ټول نړیوال هیوادونه په دې پوهيږي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي خو بیا یې هم په اړه غلي دي.

دوه ورځې وړاندې ولسمشر اشرف غني او اجرايوي رييس عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې یو ځل بیا په پاکستان د نیوکو لړۍ را تازه کړله او دواړو ګوت څنډنه وکړله، چې پاکستان یې ریښتيني ملګرتيا نه کوي.

پر پاکستان له هغې وروسته نېوکې زیاتې شوې چې تېره اونۍ د پلازمېنې کابل په ګډون د ولایتونو په بیلا بیلو سیمو وسله والو طالبانو درندې چاودنې وکړلې او لسګونه ولسي وګړي یې ووژل اوسل ګونه یې ټپيان کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام