د چین د ولسي جمهوریت سفیر دنګ شیجونګ د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر سره د ليدنې پرمهال وویل، چې هېواد یې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره، د تجهیزاتو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
نوموړي زياته کړې، چې هېواد یې د افغان دولت د سولې له هلو ځلو ملاتړ کوي او د سولې د پروسې پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کوي، چې په افغانستان کې د سراسري سولې د تامین له پاره د زړه له کومې کار وکړي.
هغه د ملي امنیت سلاکار ته د وروستیو امنیتي پېښو، چې له امله یې ګڼ شمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله ورسېده د خپلو خلکو او هېواد د تسلیت مراتب وړاندې کړل او یادې پېښې یې په کلکه وغندلې.
د یاد هېواد د ولسي جمهوریت سفیرد و ویل، چې هېواد یې د افغان دولت د سولې له هلو ځلو ملاتړ کوي او د سولې د پروسې پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کوي، چې په افغانستان کې د سراسري سولې د تامین له پاره د زړه له کومې کار وکړي.
نوموړي د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د پانګونې لېوالتیا یو ځل بیا په ډاګه کړه.
اتمر د سولې خبرو اترو، اقتصادي پرمختګ او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره، د تجهیزاتو په برخه کې د چین ولسي جمهوریت د همکارۍ او چمتووالي په اړه وویل، چې افغانستان او چین په سیمه ییزه کچه د سولې د تامین او نویو سیمه ییزو تهدیدونو د له منځه وړلو په برخه کې موثره ونډه لوبولی شي.
محمد حنیف اتمر، د چین ولسي جمهوریت ته ډاډ ورکړ، د افغانستان خلک او دولت چین، خپل نژدې ملګری بولي او پر همکاریو او مرستو یې حساب کوي.
له بل لوري د امريکا د کورنيو چارو امنيتي سلاکار مېرمن لیسا اودینس موناکو هم د حنیف اتمر سره په ټېلفوني خبرو کې ډاډ ورکړی، چې امريکا به په هر حالت کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.