پاکستان، افغان طالبان د سولې خبرو ته له حاضرولو پرته بله لاره نه لري

وروسته له هغه، چې د طالبانو مشر د مړينې خبر د اسلام اباد له لوري تایید شو، نو سمدلاسه د طالبانو له لوري د خبرو اترو پر پېل تر نامعلومې نېټې پورې بندیز ولګېد.

د خبرو اترو پر لړۍ له بندیز وروسته په افغانستان کې د بېلابېلو شنونکو او ډلو له لوري پر پاکستان یو ځل بیا شکونو زور واخیست.

د دوی له شکونو یو دا وو، چې دا ځل پاکستان په پلان کې لري، څو طالبان په څو ډلو وویشي او د هرې ډلې له پاره له افغان حکومت څخه ځانګړي امتیازات واخلي.

داسې تحلیلونه هم وشول، چې د طالبانو ویشل به افغان حکومت له ستونزو سره مخ کړي او دغه چاره به د سولې د خبرو اترو پرمخ خنډونه رامنځ ته کړي.

خو اوس یو پاکستاني لوړ پوړي چارواکي نړېوالو رسنيو ته ويلي، اسلام اباد به هڅه وکړي، چې د طالبانو نوی امير هم  د خبرو اترو میز ته حاضر کړي.

که څه هم ملا اختر منصور په خپله لومړنۍ راډيويي وينا کې ويلي وو، چې د افغان حکومت سره مذاکرات د دښمنانو تبلیغات دي او خپلو جنګیالیو ته امر وکړ، چې په افغانستان کې باید خپلو جګړو ته دوام ورکړي.

دغه پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط  ویلي، چې د ملا عمر د مړينې له کبله د پاکستان په پالیسي هيڅ ډول تغيرات نه دي راغلي او په وينا يې اسلام اباد به خپل صادقانه هڅې وکړي، چې هرڅومره ژر کېدی شي د سولې خبرې اترې بیا پېل کړي.

اخوا بیا ځينې پاکستاني خبريالان په دې باور دي، چې باید پاکستان د خبرو اترو دغه چانس له لاسه ور نه کړي.

ځکه د هغه په خبره، له تېرو څو لسیزو راهیسې پر پاکستان د اعتماد دغه چانس پېدا شوی او باید له دغې موقعې څخه اعظمي ګټه واخلي.

پاکستاني خبريال شمیم شاهد سلام وطندار سره په ټېلفوني اړيکه کې وویل، چې که پاکستان افغان طالبان د خبرو اترو ميز ته حاضر نه کړي، نو دا ځل به له ډېرو فشارونو سره مخ شي.

هغه زياتوي، چې د نه حاضرېدو په صورت کې به یوځل بیا د پاکستان او افغانستان اړيکې د پخوا په شان کړکېچنې شي.

له بل لوري لیکوال او ژورنالیست عقیل یوسفزی بیا په دې اند دی، چې کیدی شي، د دغو خبرو اترو پېل تر درېيو نورو میاشتو پورې وغځيږي.

یوسفزي زیاته کړه، چې د طالبانو نوی مشر به یو څو میاشتې جګړې ته زور ورکړي تر څو افغان حکومت ته خپل پياوړتيا په اثبات ورسوي.

یوسفزي دا هم وویل، چې د پاکستان اړيکي د نړۍ دوو پياوړو هېوادونو سره ډېرې ښې دي او ددغو هېوادونو له لوري فشارونه به هم دغه هېواد مجبور کړي، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې په صادقانه توګه پرمخ یوسي.

اخوا بیا د طالباني چارو افغان کارپوه جاوید کوهستانی وايي، چې پاکستان په دې مجبور شو، چې د ملاعمر له مړينې پرده پورته کړي، ځکه په وينا يې د دغه خبر وروسته به د طالبانو مشخص ادرس پېدا شي.

یاده دې وي، چې له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې د سولې خبرو اترو دویم پړاو به د تېر اګست میاشتې په وروستۍ نېټه په پاکستان کې ترسره شي، خو کله چې د طالبانو د امیر د مړينې خبر تایید شو، نو دغه پروسه تر نا معالومې نېټې پورې وځنډېده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام