په پام کې ده، چې نن شنبه (جولای ۲۵) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د عمان سره لوبه وکړي.
یاده دې وي، چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې دا دویم ځل دی، چې د کرکټ ۲۰ اوریز جام د غواروي لوبو په سلسه کې له دغه هېواد سره مخامخ کيږي.
له دې وړاندې عمان افغانستان ته په خپل لومړۍ سیالۍ ستره ماتې ورکړې وه.
د معلوماتو له مخې دا د افغانستان وروستۍ لوبه ده، چې د تورنامنت د پنځم او شپږم مقام له پاره به دواړه ټيمونه د سيالۍ ډګر ته سره ووځي.
د راپورونو پر بنسټ نننۍ لوبه به د ایرلند هېواد په مرکزدوبلن کې ترسره کيږي.
ټاکل شوې، چې دغه ۲۰ اوریز کرکټ نړېوالې سيالۍ راتلونکی ۲۰۱۶ م ز کال په هندوستان کې تر سره شي.
افغانستان تر اوسه څلور لوبې ګټلي، دوه يې مساوي او دوه نور يې بایللي دي، چې دغو امتيازاتو ته يې په کتو سره کولی شي، چې په راتلونکي ۲۰ اوریز نړېوال جام سياليو کې لوبه وکړي.
یاده دې وي، چې تېره ورځ د (پي، اين، جي) لوبډلې سره يې سرنوشت سازه لوبه وکړه او د هماغې لوبې په ګټلو سره يې وکولی شو، چې د هندوستان ۲۰۱۶ م ۲۰ اوریز نړېوال جان ته لاره پېدا کړي.
پي، اين، جي لوبډله افغانستان ته ۱۲۸ منډو هدف ټاکلی وو، چې افغانستان په وروستيو اورونو کې د دغه هدف په پوره کولو بریالی شو.