سولې بهیر کې دې دواړه لوري له بې ځایه غوښتنو ډډه وکړي

دغه مطلب نن د (جولای په ۲۳مه) د افغانستان خلاصون شورا په کابل کې له بېلابېلو ولایتونو نه د راټولو شویو قومي مشرانو او دیني عالمانو په ګډون یوه جوړه شوې غونډه کې څرګند کړ.

د شورا غړو ټینګار وکړ، چې د سولې خبرو اترو کې ولس کولای شي، چې د دواړو لورو ترمنځ ضمانت وکړي او پر ناړامه او ناراسته لوري فشار راوړي.

د افغانستان خلاصون شورا په دې اړه یو پریکړه لیک هم صادر کړ، چې د شورا غړي عبدالله صديقي ولوست.

د دغه پرېکړه لیک په یوه برخه کې یې راغلي دي: "افغان ولس د دې واک لري چې د افغانستان د جوړښت د خبرو اترو اصولو سره په ټکر کې د هر اړخ نامتناسبو او بې ځایه غوښتنو او شرطونو رد او د هېواد د اسلامي او ملي ګټو په رڼا کې ناغېړي کوونکو ته قناعت ورکړي.

د افغان ولس پر محور او منځګړیتوب سره د افغانستان د جوړښت خبرې اترې د ګاونډيانو او نور مغرضو اړخونو له اغېزې څخه په خوندي چاپېریال کې ترسره کیدای شي."

دغه راز، د چنګاښ په ۱۵ مه د پاکستان په مري ښار کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ مخامخ رسمي خبرې و شوې او دواړه لوري پر دې سلا شول چې په راتلونکې دویمه رسمي غونډه کې به یو بل ته د خپلو غوښتنو لیست وړاندې کوي.

د سیاسي چارو شنونکی ابوبکر متقي وایي، دا لا نه ده مالومه، چې د سولې په برخه کې به دواړه لوري په کومو شرطونو اوغوښتنو خبرې پیلوي.

ښاغلی متقي زیاتوي، چې طالبان تر ډېره د اساسي قانون په تغیر ټينګار کوي، چې حکومت د دې شرط پلوی نه دی، لکه نوی حکومت نه غواړي، چې د ښځو حقوق، بشري حقونه، له بهرنیانو سره امنیتي تړون او خپلې نورې ۱۳ کلنې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي.

دغه راز، نن په کندهار کې هم د سولې په ملاتړ جوړې شوې غونډه کې سلاکار وزیر حاجي اغالالي پر قومي مشرانو، عام ولس او د یني عالمانو غږ وکړ، چې د سولې بهیر ګړندیتوب لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي.

د ده په وینا، سویل لویدیځه حوزه جګړې سخته ځپلې ده او موږ تر بل هر چا ډېر سولی ته تږي یو.

ها خوا د چهارشنبې ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله سره د ويډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

اوباما په دغه ویډيويي کنفرانس کې د افغانانو په مشرۍ د افغان سولې د بهیر ملاتړ وکړ.

سپينې ماڼۍ د اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دې خبرو کې اوباما د سولې په اړه د ولسمشر اشرف غني هڅې ستایلې دي.

 د امریکا ولسمشر داسې مهال له افغان سولې خپل ملاتړ اعلانوي، چې تمه ده د افغان حکومت او طالبانو تر منځ دویم پړاو خبرې اترې په نېږدې وخت کې په چین کې ترسره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام