د انګستان په برمنګهام پوهنتون کې داسې قرآني پاڼې موندل شوي، چې قدامت يې شاوخوا ۱۳۷۰ کاله اټکل شوی.
د بريتانیا تلګراف ورځپاڼه ليکلي، چې دغه پاڼې د برمنګهام اکسفورډ پوهنتون په کتابتون کې موندل شوي.
د راپورونو پر بنسټ، یاد قرآني پاڼې د تېرو ۱۰۰ کلونو را په دېخوا په دغه پوهنتون کې ساتل کېدل، خو په نژدې يوه پېړۍ د چا پام ورته نه وو شوی.
له دغه پوهنتون څخه کوم محصل دوکتورا اخیسته، نو د څېړنې له پاره يې د قرآن دغه پاڼې د وخت تشخیصولو له پاره کومې څيړنيزې ادارې ته استولی دی او د هغه ادارې څېړنې ښودلي دي، چې دغه د لومړني قرآني پاڼې دي.
په اکسفورډ پوهنتون کې د ځانګړو ټولګو مشرې سوزان ورال وايي، د څېړونکو باور نه کېده، چې ګنې دومره قدیمي قرآني پاڼې به په دغه کتابتون کې و او په وينا يې دا د حيرانتيا خبرده ده.
په ياد پوهنتون کې ددغو قرآني پاڼو په اړه هم څېړنه شوې او د تحقیقاتو نتیجه دا وه، چې د مېږو یا وزو د پوستکي پر یوې ټوټې لیکل شوی، چې دا په ټوله نړۍ کې د قرآنکریم تر ټولو لرغوني متن یوه ټوټه ده.
د څېړنو پایله دا ښودلې، چې د دغو پاڼو د لیکلو نېټه د ۵۶۸ او ۶۴۵ ز کلونو ترمنځ اټکل کيږي.
د پوهنتون استاد او په مسیحي او اسلامي دینونو کې متخصص پروفیسر ډیویډ توماس په وينا، دغه متن سړی د اسلام لومړیو کلونو ته ستنوي او
د مخطوطې لیکوال د پیغمبر په زمانه کې ژوند کړی دی.
ده ويلي، دا هم کېدی شي، چې د دې نسخې ليکوال د حضرت محمد له خپلوانو هم وي.
د هغه په خبره د قرآن عظیم الشان دغه آیاتونه کټ مټ هغه شان دي، چې نن سبا په نړۍ کې دي.
هغه داسې نتیجه اخلي:" په دې سره لیدل کېږي چې په قرآن کې تحریف نه دی شوی، بلکې د قرآن له نزول راهیسې تر اوسه یو شان پاتی دی."
یاده دي وي، چې دا متن په حجازي لیکبڼه لیکل شوی، چې په لومړي سر کې به عربي متنونه پرې لیکل کېدل او عربانو د دغه متن څخه زياته ګټه اخیسته.