ایتلاف ځواکونو په لوګر ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې هوايي برید کړی دی.
د بره کي برک ولسوال انجینیر محمد رحیم امین سلام وطندار ته د ټلیفون پر کرښه وویل، چې بهرنیو ځواکونو نن د دوشنبې په ورځ د سهار په ۷ بجو د بره کي برک ولسوالۍ په چلتن سیمه کې د ملي اردو پر یوې پوستې برید کړی او ۷ تنه سرتېرې یې وژلي دي.
د ولسوال امین په خبره، په دغه برید کې ۵ تنه نور سرتېري هم ټپيان شوي دي.
د بره کي برک د ولسوال په خبره، د ملي اردو پوسته په بشپړ ډول له منځه تللې ده.
که څه هم تر اوسه د ایتلافي ځواکونو د دغه برید په اړه دلایل نه دي روښانه شوي، خو د پېښې د څېړنې او څرنګوالي لپاره سیمې ته دولتي پلاوی لېږل شوی دي.
تر اوسه ایتلافي ځواکونو د دغې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې هم ایتلافي ځواکونو په هېواد کې د ملي اردو پر پوستو او د خوشالیو په ګڼو مراسمو باندې په هوايي بریدونو کې زیات شمېر افغانان وژلي دي.





