روسیه ادعا کړې، په دې وروستيو کې يې داسې قوي وسله جوړه کړې، چې کولی شي د مریخ کارونه پرې په ټپه ودروي او د دښمن هر ډول توغندي خنثا کړي.
دوی وايي، چې د دغه سلاح په واسطه دوی د غربي هېوادونو ستلایټ او هر ډول لرې ویشتونکي توغندي ځای پر ځای خنثا کولی شي.
ولاديمير پوتين وايي، چې دغه سلاح د لوړې ټکنالوژۍ درلودونکی دی او د لایزري شعاع په واسطه کولی شي، چې بهرني سټلايټونه بند او د دښمن لرې واټن ویشتونکي توغندي خاموش کړي.
د ډيلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې د روسيې ولسمشر ادعا کړې، چې په نوې ټکنالوژۍ سره به دغه اسلحه د غربي هېوادونو د لرې ویشتونکو توغندیو او نورو مزایلونو د رهنمايي سيسټم په هماغه سيمه کې ګډوډ کولی شي.
د یاد پرمختللي توغندي جوړونکو ويلي، چې دغه سلاح پر ځمکه، بحر او هوا کې د نصبېدو قابلیت لري.
د روسيې د الکټرونيکي ګروپ د راډيو مرستيال (یوري میاویسکي) ویلي، دغه سيسټم کولی شي، چې لرې ویشتونکي توغندي او نور بېلابېل نظامي وسلې خنثا کړي.
روسيې تاس خبري اژانس په راپور کې، د دغه سلاح د نوم او لا زیاتو خصوصیاتو په اړه له وضاحت ورکولو ډډه شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیه په دویم نړېوال جنګ کې جرمني ځواکونو ته د ماتې ورکولو په موخه شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د خپل پوځي جشن پر مهال نړېوالو ته د خپل هېواد نوي پوځي تجهیزات نندارې ته وړاندې کړ، چې د روسيې له لوري دا شان پوځي پريډ د نړۍ زیات هېوادونه د یو بل جنګ د تياري له پاره د مسکو سور څراغ ښودل یاد کړل.
د شوروي اتحاد له سقوط څخه وروسته ولاديمير پوتين ټولو روسانو ته بلنه ورکړه، چې د خپل ځان او د هېواد داخلي تقویت له پاره قوي کار وکړي.