د بغلان ولایت د ښځو چارو رییسه خدیجې یقین سلام وطندار ته وویل، چې تېره ماښام د (جولای په ۷مه) د دغه ولایت مرکز پلخمري ښار کې یو ۳۵ کلنه مېرمن د خپل خاوند له خوا د چړې په وسیله وژل شوې ده.
مېرمن یقین وايي، چې د وژل شوې مېرمنې مېړه تېښتېدلی دی، خو پولیس یې د نیولو لپاره هڅې روانې کړي دي.
د بغلان ولایت د ښځو چارو رییسې د یادې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړ، زیاته یې کړه، چې وژل شوې مېرمنې د خپل مېړه له وژل کېدلو وروسته په زور له لېور سره چې بله ښځه یې هم لرله، واده وکړ.
دغه مېرمن د لېوره سره له نکاح نه یو کال وروسته، تېر ماښام د هغه له لوري ووژل شوه.
د یادونې وړ ده، چې له وژل شوې مېرمنې څخه څو ماشومان هم پاتې شوي دي.
په روان زېږدېز کال کې دا دویمه مېرمنه ده، چې د خپل مېړه له خوا وژل کیږي.