څمکنيو ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ته له وسله الو طالبانو سره د جګړې امر نه ورکول کېږي
د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ امنیتي مسولین وايي، چې د طالبانو د ځپلو لپاره لوړپوړي امنیتي مسولین د جګړې امر نه ورکوي.
دویم بریدمن قاضي اریوبي د (جولای په ۷مه) سلام وطندار ته وویل، له ډېر وخت را په دې خوا طالبان پر موږ بریدونه کوي، خو موږ ته د لوړ پوړو امنیتي مسولینو له خوا له وسله والو طالبانو سره د جکړې قومنده نه راکول کېږي.
اریوبي زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونه د جکړې په ډګر کې پر وسله والو طالبانو برلاسي دي، خو امنیتي مسولین له وسله والو سره د جګړې اراده نه لري.
له بل لوري په جګړه کې بوخت سرتېري وايي، چې لوړ پوړي چارواکي دوی ته په عملياتو کې د مخ ته تګ اجازه نه ورکوي.
زموږ خبریال د څمکنيو ولسوالۍ د اسماعیل خېلو په نامه هغې سیمې ته ورغلی، چې وسله ال طالبان او امنیتي ځواکونه په کې د یو بل د ځپلو لپاره په جګړه بوخت دي.
زموږ خبریال وایي، د جګړې په سيمه کې د امنيتي سرتېرو يو زغروال موټر، چې د طالبانو له لوري ويشتل شوی؛ ټوټې یې له ورايه ښکارېدلې.
د سیمې اوسيدونکو ورته ویلي، چې دوی د جګړې د اوږدېدلو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ورځنۍ چارې ورنه پاتي شوي دي.
خو په ورته وخت کې د دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د ګډ منظم پلان په اساس د وسلوالو طالبانو پر ضد عمليات کوي.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزيري له سلام وطندار سره په خبرو کې وويل، هر سرتېری کولی شي، چې په خپله خوښه په سيمه کې د وسلوالو طالبانو پر ضد عمليات وکړي.
وزیري زیاته کړه، چې د دې اړتيا نه شته چې څوک دوی ته د جګړې قومنده ورکړي.
د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په جګړه کې پاکستاني طالبانو هم برخه اخيستې او د پاکستان حکومت ورسره په مسقيم ډول همکاري کوي.
د سیمې اوسېدونکي اندېښنه ښيي؛ که عمليات ژر پیل نه شي؛ وسله وال طالبان به د دې ولسوالۍ مهمې سيمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.





