په خاص اروزګان ولسوالۍ کې طالبانو ۳ امنیتي پوستې نیولي دي

د اروزګان ولایتي چارواکي وايي، چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې له دوو ورځو راهیسې د سیمه ییزو پولیسو او طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه ده.

د خاص اروزګان ولسوال عبدلکریم کریمي سلام وطندار ته د ټیلیفون پر کرښه وویل، چې د  دې ولسوالۍ د سلطان محمدناوې په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې د سیمه ییزو پولیسو ۳ پوستې د طالبانو لاسته ورغلې دي.

د کریمي په خبره، د طالبانو له خوا په نیول شویو امنیتي پوستو کې د سیمه ییزو پولیسو ۲۶ عرادې موټرسایکلونه هم د طالبانو ولکې ته لوېدلي دي.

ولسوال وايي، چې تر دې مهال په جګړه کې ۴ تنه طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

 نوموړې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه وویل، چې په نښه کې تر دې مهال ۲ تنه پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د خاص اروزګان د سلطان محمدناوې د سیمه ییزو پولیسو قومندان ملاعبدالصمد د نښتې له سیمې سلام وطندار ته په ټیلیفوني کرښه وویل، چې تر دې دمه په جګړه کې ۴ تنه طالبان وژل شوي دي او ۵ تنه یې ټپیان دي. هغه زیاته کړه، چې په جګړه کې ۲ میله وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.

ملاعبدالصمد وايي، چې په جګړه کې د ۲ تنه وژل شویو پولیسو وسله طالبانو ته په لاس ورغلې ده.

دی وايي، چې جګړه لاهم روانه ده او تر اوسه پورې د جګړې سیمې ته مرستندویه ځواکونه نه دي ورغلي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي رسنیو ته په استول شوي ټیلیفوني پیغام کې لیکلي دي، چې د خاص اروزګان ولسوالۍ په نښته کې یې د سیمه ییزو پولیسو د ۲ قومندانانو په ګډون ګڼ شمېر سیمه ییز پولیس وژلي دي.

خو د یادې ولسوالۍ امنیتي مسولین بیا دغه ادعا رده وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام