ټاکل شوې ده، چې سبا په کابل کې د (روژې جام) ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ پېل شي، چې په کې به هېواد دوست لوبډله د خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع وکړي.
د (روژې جام) ۲۰ اوریزه کرکټ ټورنامنټ مسوول نظیم جار عبدالرحمیزي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې په دې سیالیو کې ۸ لوبډلې برخه لري.
عبدالرحیمزي زیاته کړه، د سیالیو له پاره لوبډلې په ۲ ګروپونو ویشل شوي دي، چې لومړې به په خپل ګروپ کې لوبې ترسره کړي.
د سیالیو مسوول زیاته کړه،په دې سیالیو کې په لومړي ګروپ کې کابل مسلم هنډز ، افغان رینجرز، هیواد دوست او شهید عبدالرحیمزي لوبډلې او په دویم ګروپ کې بیا افغان ټیلیکم، بلال عمر، المبارک او د سولیډاریټي کرکټ ټیم شامل دي.
د نظیم جار عبدالرحیمزي په وینا، د هر ګروپ دوه مخکې لوبډلې به د روانو سیالیو دویم پړاو (نیمه پای) لوبو ته لاره پېدا کړي.
عبدالرحمیزي وویل، چې دغه سیالۍ د جون میاشتې په ۲۵ مه نیټه پیل او د جولای میاشتې تر ۹ مې نیټې به د کابل په شخصي (زرملوال) کرکټ لوبغالي کې روانې وي.
دغه سیالۍ د زرملوال نړېوال کرکټ لوبغالې ادارې په نوښت د روژې میاشتې په مناسبت ترسره کیږي، چې د مصنوعي رڼا په مټ به ېې مېدان روښانه شي.
د روژی جام ټورنامنټ مسوول زیاته کړه، چې ددې سیالیو په دوام به هره شپه یوه لوبه د افغانستان په وخت د روژه ماتي او تراويحو وروسته ۱۰ بجې پېلیږي.
د سیالیو د چارواکو په وینا، د شپې له خوا د روژې جام ۲۰ اوریزه کرکټ میله د لومړي ځل له پاره تېرکال پېل شوې، چې په کې په لومړي وار هیواد دوست لوبډلې د اتلولۍ جام ګټلی وو.





