که کپتین ب سیاره موجوده وي؛ نو د حیات سیمې ته خورا نېږدې پرته ده.
حیات هغه سیمه ده، چې هلته اوبه کولای شي، چې د یوې سیارې پر مخ و بهیږي. شونې ده چې دا به د ځمکې د وریځې، له ځمکې بله لویه سیاره او یا هم د یوې سیارې برېښنایي وړانګه وي.
په کپتین ب سیارې کې د یوې زړې شوې او پوښل شوې نړۍ په شان اقیانوسونه لیدل کیږي، چې په دغې سیارې کې د کانالونو له لارې اوبه روانې دي.
کپتین ب سیاره یو له دوو سیارو څخه ده، چې په تازه وختونو کې د کپتین ستوري په چاپېر کې موندل شوي ده. د دې ستوري مورنۍ سیاره لږه نور لرونکې د سرو کوتوله له ډلې نه ده چې له ځمکې نه ۱۳ نوري کاله واټن لري.
دغه دواړه سیارې د ځمکې د سپوږمۍ په پرتله لویې ښکاري. خو کپتین ب سیارې د ستورو پېژندونکو تر منځ غوغا رامنځته کړې ده. په دې چې دغه سیاره د مورني ستوري د حیات په کمر بند کې ده، چې کابو د ځمکې له کتلې نه ۵ ځلې زیات وزن او زموږ د ځمکې نه دوه برابره زیات عمر لري.
په دې معنا چې د حیات د پراختیا او پرمختیا له پاره یې پوره وخت موجود و. ستورو پېژندونکو دې واقعیت ته په کتو سره د مورني ستوري عمر پیدا کړ، چې دغه ستوری لومړي په یو کوچني کهکشان کې رامنځته شوی او بیا په خورا لېرې زمان کې د شیري لارې له کهکشان سره یوځای شوی دی.
د کپتین ستوري په چاپېره کې پرتې سیارې د شیري لارې له کهکشان نه زیاد عمر لري.
ځېنې پوهان په دې باور دي، چې په دې سیاره کې حیات شونی دی، نو دغه د کپتین ستوري د فعالیت سیګنال ښيي.
ایا دا د سترګو تېر وتنه ده؟
ستورو پېژندونکو کپتین ب سیاره د ګرځنده شعاعوي لارې په اساس موندلې ده. دغه لاره دا خبره ثابتوي، چې ستوري په خپل ځای کې ثابت نه دي او د منظومې له مرکز نه چاپېره کرځي او د ګرانشي کشش په اساس سیارې ټکان خوري او دغه ټکان د ستورو په رڼا اغیزه کوي او ستورې پېژندونکي دغه نور اندازه کولای شي.
که چېرې د یو ستوري طیفي خطونه تجزیه کړو، او دغه طیفونه په ابې لوري حرکت وکړي؛ د دې معنا لري، چې ستوری زموږ په لور په خوځښت دی او که په سور لوري بدلون وکړي؛ معنا یې دا ده، چې ستوری له موږ نه د لېرې کېدو په حال کې ده.
د یو ستوري رنګونه بدلېدل د دې ښکارندويي کوي، چې د دغه ستوري په چاپېر کې یوه سیاره کرځي.
په ورته وخت کې ستوري پېژندونکي د ټکنالوژي د پرمختګ سره کولای شي، چې په لېرې پراته واټن کې هم د ستوري پر مخ داغونه او جزیات یې پیدا او له یو بل سره یې توپیر وکړي.
د کپتین ب سیارې له ارزونې وروسته ستورو پېژندونکي په دې و توانېدل، چې د دغې سیارې مورنی ستوری پیدا کړي.
او له دې وروسته دا معلولومه شوه، چې دغه سیاره د مورني ستوري سره په چاپېر کې کرځي یانې دغه سیارې په ۴۸ ساعتونو کې یو ځل د مورني ستوري په چاپېر کې ګرځي.
د دغې سیارې یو کال د ځکمې له ۴۸ ورځو سره برابره ده او مورنۍ ستوری یې په دغه موده کې۱/۳ برخې په اندازه، په خپل محور چورلي.
دې لاملونو ته په کتو سره دغه سیاره په اصل کې د مورني ستوري په شاوخوا کې یو سور داغ دی.
نو کپتین سیاره شتون نه لري؟
هغه سیګنالونه چې ستورو پېژندونکو په لاس راوړي دي، ډېر خلک ورسره مخالف دي.
د ځېنو په باور دغه د ستوري یو داغ دی، چې له ستوري سره یوځای چورلي او د اوږد عمر په لرولو سره په یو وخت کې له سترګو پنا کیږي.
خو تلسکوپي څېړنې ښيي، چې د سیارې د نادرکه کېدل او بیا ځلي د لېدلو وخت توپیر کوي، دا د دې لامل کېږي، چې یوه سیاره د مورني ستوري په چاپېر ګرځي.
دغو لاملونو ته په کتو سره اوس هم د کپتین ب سیارې موجودیت د بحث وړ دی.
د حل یواځېنۍ لاره دا ده، چې د تلسکوپي څېړونو او د مورني ستوري د شعاعوي کرځېدلو له مخه په کره اندازې سره دغه حقیقت لا روښانه کړو.
د حیات په سیمه کې له دغو دوه ستورو نه علاوه نورې سیارې نه شته.
دا په دې معنا نه ده، چې د حیات شرایط د دغو سیارو په چاپېر نه شته، بلکې هره سیاره د حیات یوه محدوده لري.