د مشرانوجرګې په نننۍ عمومي غونډه کې یوشمیرسناتورانو اندیښنه وښوده، چې په یو شمیرولایتونو کې د داعش د ډلې شتون پراخیږي او دولت یې هم په اړه اقدام نه کوي.
د جرګې غړي لطف الله بابا وویل، چې په ننګرهارکې داعش ځواکمن شوی او د کوټ، بټی کوټ، هسکې مینې، اچېن او نازیانو ولسوالۍ ډېرې سیمې یې په واک کې دي.
بابا وايي، چې تیره ورځ په داعش ډلې پورې تړلو وسله والو په کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو له ۵ سرتیرو سرونه غوڅ کړي دي او خلکوته یې ګواښ کړی چې له ولسوالې ووځي.
دده په وینا، په دې ولسوالۍ کې یواځې ۳۰ پولیس دي او دا ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده
باید جدی پا ملرنه ورته وشي.
لطف الله زياتوي، چې همدا اوس يواځې د کوټ په ولسوالۍ کې ۱۵۰۰ د داعش جنګیالي شته.
دغه راز د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلیمار وویل، چې د داعش ډله هغه پخواني طالبان دي یواځی نوم او بېرق یې بدل او دریځ یې سخت کړی دی.
مسلمیار وایي، چې د داعش ملاتړ هم پاکستان کوي.
ده وویل، چې د جرګې اړوند کمېسیون دې امنیتي چارواکي ور وغواړي او د ننګرهاراو نورو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه دې ورسره خبرې وکړی.
مسلمیار زیاته کړه، چې د نورو ولایتونو ترڅنګ دې ننګرهار ته هم جدي توجه وشي؛ ځکه دا ډیرمهم دی او په وينا يې د دغه ولایت سقوط د کابل د سقوط په وينا ده.
په همدې حال کې د ننګرهارد والي ویاند احمدضیا عبدالزي سلام وطندارته وویل، چې د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کوټ، نازیانو، هسکې مېنې او اچين ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفینو ترمنځ څو ځلې نښتې شوي دي، چې د نښتې په پای کې دواړو لورو ته تلفات هم اوښتي دي.
عبدالزي د تېرې ورځې د ملي اردو د ۵ سرتېرو وژنې په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي؛ امنيتي ځواکونه په کرار نه دي ناست او په دې هڅه کې دي چې دغه سیمې له وسله والو پاکې کړي.
په ټوله کې د هیواد په کچه هره ورځ د ملي شورا په عمومي غونډو کې وکېلان او سناتوران د هیوا په بېلابېلو ولایتونو کې د نا امنیو د زیاتیدو په اړه اندیښنې په ډاګه کوي، خو د امنيتي مقاماتو د ډاډ سره سره اوس هم دغه اندېښنې پر خپل ځای پاتې دي.