د افغانستان کرکټ بورډ له خوا سلام وطندار راډیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملت بابا ولایتي کرکټ سیالیو په دوام دوې نورې سیالۍ هم ترسره شوې.
خبرپاڼه لیکي، چی په لومړۍ لوبه کې ننګرهار په ۴ لوبغاړو پروان ته او ورپسې بیا پکتیا کندوزۍ لوبډلې ته ستره ماته ورکړه.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي، په لومړۍ لوبه کې، چې په سلیم کاروان لوبغالي کې ترسره شوه پکې پروان ننګرهار لوبډلې ته د سیالۍ ګټلو په موخه د ۱۶۷ منډو هدف ورکړ، چې ننګرهارۍ لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځیېو ترلاسه کړ.
په دې سیالۍ کې همایون، چې د ننګرهار له پاره یې ۴ لوبغاړي سوځولي وو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دویمه لوبه په زرملوال لوبغالي کې د پکتیا او کندوز لوبډلو ترمنځ وشوه، چې پکې پکتیا د روان ټورنمنټ ترټولو ستر ۴۰۵ منډو هدف کېښود.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، کندوز لوبډلې په ځوابي لوبه کی ونه کړی شو، چی د غره په څیر هدف ته ورسیږي او ټوله لوبډله په ۱۱۸ منډو وسوځیده او په ۲۸۶ منډو یی پکتیا لوبډلې ته ستره ماتی ومنله.
د یادونې وړ ده، چې په روانو سیالیو کې د دویم ګروپ لوبو په دوام پکتیا له کندهار سره او پرون له کندز لوبډلې سره لوبه وکړه.