ټاکل شوې ده، چې په دغه ۲ ورځني یون کې به له تاجکستان سره په بېلا بېلو برخو کې څو هوکړه لیکونه لاسلیک شي.
اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن سهار د (جون په ۸ مه) د یو جګپوړي پلاوي پر مشرۍ په دوه ورځني سفر تاجکستان ته ولاړ.
د اجرایه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې کاږل شوي دي، چې عبدالله په دې سفر کې د تاجکستان هېواد له لومړي وزیر او ولسمشر سر لیدلي او خبرې کړي دي.
په خبرپاڼې کې راغلي دي، چې اجرایه رییس به له تاجکستاني چارواوکو سره د سیاسي، اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکو په پراختیا سربېره له ترهګرۍ سره مبارزه، ګډ امنیتي ګواښونو، له نشه یې توکو سره مبارزه، له منځنۍ اسیا نه سویلي اسیا او ایران ته د افغانستان له لارې د برېښنا د لیکې تمدیدول، درې اړخیز سوداګریز او ترانزیټي هوکړه لیکونه، د پاکستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځ او په سیمه کې د سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دې سفر په درشل کې به له تاجکستان سره څو هوکړه لیکونه هم وشي.
په پام کې ده، چې په دغه سفر کې به عبدالله په نړیواله غونډه کې "اوبه د ژوند له پاره" چې د تاجکستان په دوشنبه کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون او د ۱۰۰ هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شي؛ ګډون وکړي.
په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د برېښنا او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، محمود صیقل، د اجرایه رییس امنیتي سلاکار ظاهر اغبر، د سودارګرۍ او صنایعو وزارتونو مرستیالان، د ټولګټو او کانونو وزارتونو مرستیالان او د اجرایه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي له د اجرایه رییس ملتیا کوي.