مشرانو جرګې غړي وايي، چې په قطر کې نظر بند طالبان باید افغان حکومت ته وسپارل شي.
د يادې جرګې په نننۍ سې شنبې (۲۰۱۵ زېږدیز/ جون۲) عمومي غونډه کې فضل هادي مسلمیار په قطر کې د هغه ۵ طالب مشرانو، چې اوس یې د نظر بندۍ موده پای ته رسېدلې، افغانستان ته د را استولو غوښتنه کړې.
د مشرانو جرګې رییس په خپلو خبرو کې ټېنګار وکړ، چې د دغه طالب مشرانو د نظربندۍ نېټې پوره کېدو وروسته امریکا یو ځل بیا دهغوی دڅارلو نېټه تر نامعلوم وخت غځولې ده.
مسلمیار وايي، افغان حکومت دې په دې برخه کې غوښتنه وکړي، چې ۵ نظربند طالب پخواني مشران افغانستان ته را وليږي.
د نوموړي په خبره افغان حکومت " مکلف دی، چې نظر بند طالبان افغانستان ته راوړي او که څوک پرې عارض وي، نو جزا دې ورته ورکړي."
د هغه په خبره که هيڅوک پرې عارض نه وي، نو باید دغه ۵ طالبان د افغان حکومت تر نظارت لاندې ژوند وکړي.
خېرالله خېرخوا، عبدالحق وثیق، ملا فاضل اخوند، نورالله نوري او محمد نبي عمري هغه پخواني طالب چارواکي دي، چې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته په ګونټانامو زندان کې بندیان او بیا یو کال وړاندې د یو امریکايي سرتېري په بدل کې له زندان ازاد شوي وو.
دغه امريکایي سرتېری بوی برګډال نومېده او د طالبانو له لوري د یادو پنځوو مشرانو د خوشې کېدو په بدل کې ازاد کړی شو.
هغه مهال د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه شوې وه، چې دغه ۵ تنه پخواني لوړپوړي طالب چارواکي به قطر هیواد ته سپاري او هلته به تر یو کال څارنې لاندې ژوند کوي، چې د نظر بندۍ دغه نېټه د روانې میاشتې په لومړۍ ورځ پای ته ورسېده.
خو اوس د امریکا د بهرنيو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ترڅو دوی باوري نه شي، چې دا طالب مشران د دوی ملي امنیت ته ګواښ نه دی، نو تر هغې به نظر بند وي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې او د سولې د عالي شورا غړی مولوي شهزاده شاهد وايي، د دې کسانو له نظر بندۍ نېټې پای ته رسول د سولې د خبرو پېل کېدو سره مرسته کولی شي.
شاهد سلام وطندار ته وویل، چې افغان دولت دې د دوی په خوشې کېدو کې هڅې وکړي.
هغه وايي، که چېرې د يوې لوري بخښنه کيږي، نو مقابل لوری په خپله نرمښت ښيي.
د شاهد په وينا، که چېرې يو بل ته د شک په سترګه وګورو، نو د سولې خبرې اترې نه شي بريالي کېدی.
د مشرانو جرګې بل غړی نثار احمد حارس بیا د دغو بنديانو مخالفت کوي.
هغه وايي، چې په قطر کې نظربند ۵ طالب مشران د خپل وخت لوړپوړي چارواکي وو او له افغانانو سره دښمني لري.
حارث وايي، که امریکا دوی له بنده ازاد کړي، نو دوباره به د طالبانو ليکو سره یو ځای شي او په افغانستان کې به د ناامنيو د ډېرېدو لامل شي.
تردې وړاندې داسې ویل کېدل، چې ګواکې امریکا په پام کې لري چې دا ۵ تنه پخواني طالب چارواکي له نظربند څخه خلاص کړي او افغانستان ته يې راولیږي.