سویسي (سیب بلاټر) یو ځل بیا د پنځم ځل لپاره په فساد کې د ښکېلې فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) مشر په توګه اعلان شو.
د مشرۍ ترلاسه کولو له پاره د بلاټر یواځینی سیال اردونې علي ابن الحسین وو، چې په دوهم پړاو ټاکنو کې لاس په سر شو.
د فیفا بیا ځلي مشر ټاکل کېدو وروسته سیب بلاټر د سویستزرلینډ په پلازمینه زیوریخ کې له ټولو رایه ورکوونکو څخه مننه وکړه، چې ده او شهزاده علي ته یې رایه کارولې وه.
د بلاټرپه وینا، هیڅوک هم برابر نه دي، دی هم برابر نه دي، خو له ملګرو سره به په ګډه د نړېوال فوټبال د پرمختګ له پاره کار وکړي.
دېدې وړاندې د ۲۰۹ غړو هیوادونو له ډلې څخه په لومړي پړاو کې د ۱۳۳ غړو هېوادونو مسوولینو سیب بلاټر ته داعتماد رایه ورکړې وه، خو بلاټر د علي ابن الحسین خلاف په لومړي پړاو کې غوڅ اکثریت ترلاسه نه کړی شو او ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې.
سیب بلاټر په داسې حال کې د فوټبال نړیوالې شورا د مشرپه توګه ټاکل کیږي، چې د دې شورا د دوه مرستیال مشرانو په ګډون ۷ چارواکي په امریکه کې د دې شورا خلاف د فساد په روانه دوسیه کې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
سیب بلاټر هم په خپلو خبرو کې په فیفا کې شوې فساد وغنده او یادونه یې وکړه، چې هیڅکله نه شي کولی د فساد د مخنیوي له پاره هر چارواکي ونیسي او یا یې زمه واري په غاړه واخلي.
نوموړي زیاته کړه، باید ټول هغه چارواکي له دندو ګوښه او سزا وویني، چې د فوټبال لوبې په بدنامۍ کې د خپلو شخصي هدفونو له پاره لاس لري.
د بلاټر په وینا، راتلونکې څو میاشتې به د فوټبال او (فیفا) له پاره ښې نه وي او ښایي ددې شورا په اړه ډېر نور بد خبرونه هم د څیړنو په دوام خپاره شي.
د یادونې وړ ده، چې په فیفا کې د سیب بلاټر په مشرۍ کې د فساد خبرونو په خپریدو د انګلستان لومړي وزیر ډیویډ کیمرون او د اروپا فوټبال ټولنې مشر میشایل پلاټیني له سیب بلاټر غوښتي وو، چې له خپلې دندې لاس په سر شي.
سیب بلاټر چې اوسمهال ۷۹ کلن دی د لومړي ځل له پاره په ۱۹۹۸ کې د دې شورا مشروټاکل شو، چې بیا په ۲۰۰۲ ، ۲۰۰۷ ، ۲۰۱۱ او سږکال د رایو په اکثریت ددې شورا مشري ترلاسه کوي.





