د لاووس فوټبال ملي لوبډلې خلاف د سترې بریا وروسته د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د بلې لوبډلې ښکار له پاره بنګله دېش ته ورسیده.
دا فغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې افغان فوټبال ملي لوبډله د روزونکي ډلې په ملتیا د بنګله دېش پلازمینې ډهاکې ته رسیدلې ده.
ټاکل شوې ده، چې افغان فوټبال ملي لوبډله به د (جون) میاشتې په ۲ مه نیټه په یوه نړېواله دوستانه فوټبال لوبه کې له بنګله دېش سره لوبه ترسره کړي.
د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، چې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ به دغه سیالۍ د د راتلونکې (سې شنبې) په ورځ له غرمې وروسته په ۲ نیمې بجې پېل شي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان د جلال الدین شریعتیار په کپتانۍ کې د تیرې جمعې په ورځ په یوه په زړه پورې سیالۍ کې کوربه لاووس فوټبال ملي لوبډلې ته دوه پر وړاندې د صفر ماتې ورکړه.
د لاووس خلاف لوبه کې د افغانستان له پاره د لوبې په ۱۷ مه دقیقه کې فېصل شایسته او د همدې لومړۍ نیمایي په ۳۷ مه دقیقه کې شبیر یوسفي ګولونه ووهل.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چې د لاووس او بنګله دېش خلاف برابرې شوې دوستانه نړیوالې فوټبال سیالۍ د فوټبال نړېوال جام اسیایي ټاکنیز پړاو سیالیو ته د افغان لوبډلې ښه تیارې دي.
ټاکل شوې ده، چې افغان فوټبال ملي لوبډله به د (جون) میاشتې په ۱۱ مه نیټه له سوریه، کمبودیا، جاپان او سنګاپور فوټبال ملي لوبډلو سره د روسیې په کوربتوب فوټبال نړېوال جام سیالیو ته د لارې پېدا کولو په موخه د اسیا په لومړي پړاو ټاکنیزو تګ او راتګ پړاو لوبو لړۍ پېل کړي.





