په ټاکنیز نظام کې د سمون کمیسیون ځینې غړي وايي چې د دغه کمیسیون د چارو د ځنډېدلو لامل د ولسمشر او اجرایه رییس د ترمنځ روانې نندارۍ بولي.
د دغه کمیسیون یو غړي ګل احمد مددزي سلام وطندار ته وویل، په ټاکنیز کمیسیون کې د اصلاحاتي چارو ځند د غني او عبدالله ترمنځ د هوکړې نشتوالی دی.
د بیدار په وینا د دغه کمېسیون حقوقي ځای تثبیت شوی، خو تر اوسه پورې د ولسمشر او اجرایه رییس ترمنځ دغه کمېسیون د کار د پیلېدو هوکړه نه ده نهايي شوې.
نن نه دوه میاشتې مخکې ولسمشر امریکا ته له سفر نه وړاندې د یو ځانګړي فرمان په اساس د شکریې بارکزۍ په ریاست په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو کمېسیون د رامنځته کېدو فرمان صادر کړ، چې وروسته د اجریه رییس او ولسمشر ترمنځ د شکریې بارکزۍ په سر اختلافات رامنځته شول، چې دغه چاره تر اوسه وځنډیډه.
دغې چارې ډېر غبرګونو راوپارول.
د اجرایه ریاست لومړی مرستیال محمدخان رسنیو ته وویل، چې که چېرې د ملي یووالي حکومت مشران وغواړي په یوه ساعت کې په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستولو چاره نهايي کوي.
په ورته وخت کې د ټاکنو د روڼتیا بنسټ چارواکي وايي، چې په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو چارې ځنډېدل د سیاسي ارادې نشتوالی دی.
د دغه بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده سلام وطندار ته وویل، چې د ولسمشر او اجرایه رییس ترمنځ د نظر لرېوالی د دې لامل شوی؛ چې د کمېسیون چارې په ټپه ودریږي.
له دې ټولو سره سره د اجرایه رییس د رسنیو سلاکار صفی الله سلام وطندار ته وویل چې ژر تر ژره به په ټاکنیز نظام کې د سمون رواوستلو چارې پیل شي.
دی وايي چې دوی له ولسمشر نه غوښتي، چې څومره ژر چې کېږي د کمیسیون چارې پیل کړي.
له ټاکنیزو شخړو وروسته د یوې سیاسي هوکړې په ترځ کې د ملي یووالی حکومت رمنځته شو او په دې هوکړه کې په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو په چارې هم ژمنه شوې وه.
خو د ۸ میاشتو له تېرېدو وروسته د دغه کمېسیون برخلیک نه څرګند دی او په دې کمېسیون کې د سمون نه راوستلو په بنسټ د ولسي جرګې ټاکنې هم و ځنډیدې.